افغانستان سریلانکا ته په ۶ ویکټونو ماتې ورکړه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i133840-افغانستان_سریلانکا_ته_په_۶_ویکټونو_ماتې_ورکړه
سریلانکا د ټولو لوبغاړو د سوځېدو په پای کې په ۵۰ اورونو کې افغانستان ته ۲۶۹ منډې هدف وټاکه.
(last modified 2023-06-03T05:58:07+00:00 )
Jun 03, 2023 02:03 Asia/Kabul
  • افغانستان سریلانکا ته په ۶ ویکټونو ماتې ورکړه

سریلانکا د ټولو لوبغاړو د سوځېدو په پای کې په ۵۰ اورونو کې افغانستان ته ۲۶۹ منډې هدف وټاکه.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې له سریلانکا د درو یو ورځنیو سیالیو لومړۍ په ۶ ویکټونو او ۱۹ اضافي توپونو وګټله.

افغانستان د لوبې پچه وګټله او غوره یې وبلله چې کوربه ټیم سریلانکا ته د بیټنګ بلنه ورکړي.

سریلانکا د ټولو لوبغاړو د سوځېدو په پای کې په ۵۰ اورونو کې افغانستان ته ۲۶۹ منډې هدف وټاکه.

د سریلانکا لپاره تر ټولو ښه بیټنګ چاریت اسلانکا وکړ. ده په ۹۵ توپونو ۹۱ منډې وکړې.

شپږ واړو افغان باولرانو کې هیڅ یو د سریلانکايي لوبغاړو په سوځولو کې بې برخې پاتې نه شو.

له فضل حق فاروقي او فرید احمده پرته، چې هر یوه دوه – دوه لوبغاړي وسوځول، نورو هر یوه یو – یو لوبغاړی وسوځاوه.

په بیټنګ کې ابراهیم ځدراڼ تر ټولو ښه وځلېد. ده په ۹۸ توپونو ۹۸ منډې وکړې.

په دې سیالۍ کې سریلانکا ۳۰ اضافي منډې ورکړې چې په یو ورځینۍ لوبه کې ډیرې منډې دي. خو افغانستان ۱۷ اضافي منډې ورکړې.