د بدخشان د بم چاودنې د وژل شویو شمیر زیات شوی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i134128-د_بدخشان_د_بم_چاودنې_د_وژل_شویو_شمیر_زیات_شوی
زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان په بدخشان ولایت کښې د پرون ورځې د بم چاودنې د وژل شویو کسانو شمیر اتلسو ته ورزیات شوی.
(last modified 2023-06-08T19:17:15+00:00 )
Jun 08, 2023 23:34 Asia/Kabul
  • د بدخشان د بم چاودنې د وژل شویو شمیر زیات شوی

زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان په بدخشان ولایت کښې د پرون ورځې د بم چاودنې د وژل شویو کسانو شمیر اتلسو ته ورزیات شوی.

د افغانستان په شمال ختیځ کښې په بدخشان ولایت کښې په تیرو دریو ورځو کښې دوې خونړۍ بم چاودنې شوي چې له کبله یې په لسګونو کسان مړه او ژوبل شوي دي.

د افغانستان د روغتون سرچینو وویل پرون سهار د بدخشان ولایت په مرکز فیض اباد ښار کښې په یوه جومات کښې د بم چاودنې له کبله اتلس کسان وژل شوي او اوه پنځوس نور ژوبل شوي دي.

ځینې کسان مرګي حاله دي او د مړو کسانو د شمیر د زیاتیدا ویره شته.

دغه بم چاودنه د بدخشان ولایت د والي د مرستیال مولوي نثار احمد احمدي د فاتحې  په دستورو کښې شوي ده.

احمدي په تیرې سه شنبې ورځ په فیض اباد ښار کښې په یوې ځان وژونکي حملې کښې له یوبل کس سره یوځاې وژل شوی و او شپږ نور کسان ژوبل شوي وو.

ویل کیږي چې بل وژل شوی کس صفي الله صمیم نومیږي کوم چې د طالبانو یو نامتو قومندان دی او هغه مخکې د بغلان د پولیسو قومندان و.

داعش ترهګرې ډلې د دغه وژلې مسوولیت پرغاړه اخیستی دی.