سویډن او برتانیې د افغانستان لپاره نوي دیپلوماتان ټاکلي
سويډن او بريتانيا د افغانستان لپاره نوي ډيپلوماتان ټاکلي او وايي چې ډير ژر به په دې هېواد کې خپل ماموريت بېرته پیل کړي.
یوهان ندیسي د افغانستان لپاره د سویډن سفارت د نوي چارسمبالي او ځانګړي استازي په توګه ګمارل شوی دی.
ښاغلی ندیسي پر ټویټر لیکلي چې خپل نوی ماموریت به د روان ۲۰۲۳ کال له اګسټ میاشتې څخه پیل کړي.
یوهان ندیسي اوسمهال د سویډن په بهرنیو چارو وزارت کې د افریقا څانګې د مرستیال په توګه دنده تر سره کوي.
په همدې حال کې بریتانیا هم رابرټ ډيکسن د افغانستان لپاره نوی شارژدافیر ټاکلی.
د بریتانیايي رسنیو د راپورونو له مخې رابرت ډیکسن به په راروانه جولای میاشت کې په قطر کې خپل ماموریت پیل کړي.
په دوحه کې د طالبانو د سياسي دفتر مشر سهيل شاهين وايي د بریتانیا او يو شمېر نورو هېوادونو سره يې اړيکې په عادي بڼه دوام لري.
په ورته وخت کې د سياسي چارو کارپوهان د افغانستان لپاره د بريتانيا د نوي شارژدافير ټاکل، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو په ټينګولو کې مهم بولي او وايي د نويو ډيپلوماتانو ټاکنه ددې سره مرسته کوي چې افغانستان او نړيوال يو پر بل باور وکړي او د اعتماد فضا رامنځته شي.
رابرټ ډیکسن له ۲۰۱۲ څخه تر ۲۰۱۵ کال پورې په کابل کې د بریتانیا د سفارت د شارژدافېر او مرستیال سفیر پر دندو کار کړی.
نوموړی له ۳۴ کلونو راهیسې د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت کې دنده لري او مخکې یې په بنګلهدېش، بالکان، امريکا او فلیپین کې هم کار کړی.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته بریتانیا او یو شمېر نورو لوېدیځو هېوادو د افغانستان لپاره خپلې ډیپلوماتیکې نمايندګۍ دوحې ته ولېږدولې.