د ملګرو ملتونو له تور لیسته د وتلو لپاره د طالبانو غوښتنه
په افغانستان کې د طالبانو حکومت له ملګرو ملتونو غوښتنه کړې چي د دې ډلې د مشرانو نومونه له تور لیسته وباسي.
د آوا له راپور سره سم، د طالبانو د سرپرست حکومت مشر مولوی عبدالکبیر په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له استازې روزا اتونبایوا سره په کتنه کې ویلي: نړیواله ټولنه دې له تور لیسته د طالب مشرانو د ایستلو لپاره په خپلو ژمنو عمل وکړي، مونږ ټوله له نړیوالې ټولنې سره، د ښو اړیکو غوښتونکي یو.
مولوي عبدالکبیر زیاته کړه: نړیوالې ټولنې لکه نړیوال بانک باید په افغانستان کې خپل فعالیتونه له سره پیل کړي.
د طالبانو د سرپرست حکومت مشر جوته کړې چي د طالبانو د واکمنۍ تر چتر لاندې د قدرت، فساد، جنګ او ناامنۍ جزیرې ختمې شوي او رسنۍ فعالیت کوي.
اوتونبایوا په ځواب کې وویل چي ملګرې ملتونه د لازیاتو مرستو د برابرولو لپاره هڅه کوي او د مخدره موادو د تولید د کچې کمېدا یو مثبت اقدام بولي.