د ملګرو ملتونو له تور لیسته د وتلو لپاره د طالبانو غوښتنه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i134246-د_ملګرو_ملتونو_له_تور_لیسته_د_وتلو_لپاره_د_طالبانو_غوښتنه
په افغانستان کې د طالبانو حکومت له ملګرو ملتونو غوښتنه کړې چي د دې ډلې د مشرانو نومونه له تور لیسته وباسي.
(last modified 2023-06-11T06:47:54+00:00 )
Jun 11, 2023 11:16 Asia/Kabul
  • د ملګرو ملتونو له تور لیسته د وتلو لپاره د طالبانو غوښتنه

په افغانستان کې د طالبانو حکومت له ملګرو ملتونو غوښتنه کړې چي د دې ډلې د مشرانو نومونه له تور لیسته وباسي.

د آوا له راپور سره سم، د طالبانو د سرپرست حکومت مشر مولوی عبدالکبیر په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له استازې روزا اتونبایوا سره په کتنه کې ویلي: نړیواله ټولنه دې له تور لیسته د طالب مشرانو د ایستلو لپاره په خپلو ژمنو عمل وکړي، مونږ ټوله له نړیوالې ټولنې سره، د ښو اړیکو غوښتونکي یو.

مولوي عبدالکبیر زیاته کړه: نړیوالې ټولنې لکه نړیوال بانک باید په افغانستان کې خپل فعالیتونه له سره پیل کړي.

د طالبانو د سرپرست حکومت مشر جوته کړې چي د طالبانو د واکمنۍ تر چتر لاندې د قدرت، فساد، جنګ او ناامنۍ جزیرې ختمې شوي او رسنۍ فعالیت کوي.

 اوتونبایوا په ځواب کې وویل چي ملګرې ملتونه د لازیاتو مرستو د برابرولو لپاره هڅه کوي او د مخدره موادو د تولید د کچې کمېدا یو مثبت اقدام بولي.