له افغانستان سره دایران بشر دوستانه مرستې
البته باید توجه وشی چی په تیرو څو لسیزو کې له افغانستان سره د ایران مرستې یوازې په افغان مهاجرینو پورې محدودې نه وی او ایران په تیرو کلونو کې د ډول ډول بشر دوستانه مرستو په چوکاټ کې د افغانستان د خلکو مرستې کړي دي .
په تیرو ۴ لسیزوکې افغانستان سره د ایران مرستې د دواړوګاونډیو هیوادونو د ګاونډیتوب اړیکویو مهم ټکی دی . ایران په مختلفو پړاونو کې څه د بهرنی نیواک او څه د افغانستان په داخلی جنګونو کې د دغه هیواد د کډوالو د منلو له لارې چی دناامنۍ په دلیل د خپل ټاټوبی پریښودلو ته مجبوره شوی وو ، د افغانستان له خلکو او دولت سره زیاته ملګرتیا او خدمات درلودلی دي .
حاضر دمه ایران د افغانستان د څه د پاسه ۲ میلیون ښاریزو کوربه دی چی په تیرو کلونو کې یې ایران ته مهاجرت کړی دی . هغه شمیرنې چی له دریو تر څلورو کلونو مخکې پورې د دغه شمیر دوه برابره ته رسي او د تهران د چارواکو هلې ځلې له لومړیو د روزنې ، روغتیا او استوګتنې په مختلفو برخو کېدغه کډوالو ته د زیات نه زیات خدمتونو وړاندی کول دی . په دې ډول چی همدااوس په ایران کی د افغان کډوالو لپاره دا زمینه برابره شوی ده چی په پوهنتونونو کې لوړو تحصیلی درجو ته ورسي اود رهبرۍ ستر مقام تل د افغان کډوالو د اړتیاوړ امکاناتو او اسانتیاو په رامینځته کولو ټینګار کړی دی .
البته باید توجه وشی چی په تیرو څو لسیزو کې له افغانستان سره د ایران مرستې یوازې په افغان مهاجرینو پورې محدودې نه وی او ایران په تیرو کلونو کې د ډول ډول بشر دوستانه مرستو په چوکاټ کې د افغانستان د خلکو مرستې کړي دي .
د ایران اسلامی جمهوریت د نړۍ د اکثرو هیوادونو په اپوټه خپلې خاورې او اکثرو ښارونوته د څو میلیون افغان کډوالو د ورتګ اجازه ورکړی ده . د اسلامی ایران پرضد د صدام د بعث رژیم له تپلی جنګ او په ایران کې له اقتصادی او مالی مشکلاتو سره سره په ایران کې له افغان مهاجرو سره چلند د دوستۍ او کوربتوب د اصولو د رعایتولو په اساس ترسره کړ او دایران دولت اجازه ورکړه چی مهاجرین د ایراني ښاریزو لپاره له اعمال شویو سبسډیو استفاده وکړي ، دا په داسې حال کی وه چی د جنګ په دوران او له هغه وروسته د اسلامی ایران د دولت په وسیله له شیانو سره اړونده سبسډۍ تامینول ډیر زیات وو .
د طالبانو د لومړنی دولت د نسکورولو او له ترهه ګرۍ سره د مبارزې په پلمه په افغانستان د امریکا په حملې سره د ایران دولت په خارجه وزارت کې د افغانستان په بیارغاونه کی د مشارکت کمیټۍاو د هیواد د پوځی او داخلی امنیت اورګانونو غږملتیا سره د افغانستان د مرستو د بهیر د ښه کولو کوشش په خپله ایجنډه کې راوستی دی . همداراز په مختلفو زمینو کې د څارنې ، غږملتیا او سیاست جوړونې په خاطر په ۲۰۰۱ کال کی د ایران د هغه وخت د ولسمشر د لومړی مرستیال په مشرۍ د افغانستان په بیارغاونه کې د مشارکت کمیټۍ جوړه شوه چی دغه کمیټۍ په دغه کمیټۍ کې پینځه تخصصی کاری ډلو شتون درلوده .
دغو کاری ډلو په مختلفو علمی ، اقتصادي ، کلتوری ، تعلیمي ، سیاسی او نړیوالو زمینو کې په افغانستان کې کابو سل پروژې د اجرا لپاره تعریف کړی .
ایران همداراز د افغانستان له بیارغاونې سره دمرستې په لړکې په ۲۰۰۲ کال کی د ټوکیو ، د لندن د ۲۰۰۶ او د پاریس د ۲۰۰۸ په نړیوالو غوندو کې په ګډون سره د افغانستان د بیارغاونې له بهیر سره په ټول کی د یو میلیارډ ډالرومرستې ژمنه وکړه . باید پام وشی چی ایران په مختلفو نړیوالو غونډو کې د افغانستان له بیارغاونې سره د مرستې په لړ کې د هغو لګشتونو حساب ندی کړی چی ایران په مختلفو برخو کې د افغانستان د خرابیانو د جوړولو لپاره د تعریف شویو پروژو د اجرا لپاره د داخلی مرستو په چوکاټ کی کړي دي .
د افغان کډوالو لپاره په تعلمي ډګر کې تر ټولو مهمه پیښه د رهبرۍ د ستر مقام حضرت امام خامنه ای تاریخی حکم وو . هغو په ۱۳۹۴ کال کې په یوه تاریخی حکم کې په ډاګه ټینګار وکړ هیڅ افغانستانی ماشوم حتی هغه افغان کډوال چی په غیرقانوني ډول او له مدرک پرته په ایران کی شتون لری ، باید له زده کړې محرومه نشی او ټول باید په ایراني ښونځیو کې ثبت نام شي . البته له دغه حکم وړاندې له ۱۳۶۴ تر ۱۳۹۰ کلونو کی د بهرنیو ښاریزو په تیره بیا افغان ښاریزو په تعلیمی او روزنې لپاره ۱.۸ میلیارډ ډالره لګښت شوی وو او د رسمی شمیرنو په اساس له ۱۳۶۲ تر ۱۳۹۴ کلونو کې په ایران کې څه د پاسه ۶۶۰ زره افغان ښاریزو زده کړی کړي دي . خو د ایران د اسلامی جمهوریت د رهبرۍ له حکم وروسته هغه افغانستانی کډوال چی غوښتل په ایرانی ښونځیو کی نومونه ولیکی ، تقریبا دټولو نومونه ثبت شوي دي او هغه ډیر ځایونه چی افغانستانی ماشومان مجبوره وو ، په هغو کې په سختو شرایطو کې ژوند وکړي ، وتړل شول او ایرانی ښونځیو په افغانستانی ماشومانو خپله غیږ خلاصه کړه . په دې ډول چی د شمیرنو په اساس هغه افغان کډوال چی د ۱۳۹۲ او ۱۳۹۳ تحصیلی کال کابو ۳۰۰ زره محصلینو شمیر په ۱۳۹۵ او ۱۳۹۶ لمریز کال په تحصیلی کال کی ۴۰۰ ته ورسید چی د ملګروملتو له ستاینې سره مخامخ شو .
د یادولو ده چی د ایران د زده کړې د غورځنګ سازمان هم د بهرنیو ښاریزو او افغان کډوالو د زده کړود خدماتو په وړاندی کولوکې د خپلو تعلیمی او روزنیزو خدماتو تر پوښښ لاندې راوږستی دي .
مناسبه ده پوهه شو چی په تخنیکی او حرفه ای حوزه کې او د کار بازار ته د ورداخلیدا لپاره د افغان ښاریزو د وسمنولولپاره له ۱۳۹۰ لمریزکال راهیسې د حرفه ای او تخنیکی روزنو زمینه برابره شوی ده او دا د اسلامی ایران په ایجنډا کې راغلی دی . همداراز اسلامی ایران د افغانستان ډیر مدیریتی او تخنیکی کادر ، د ویلډینګ ، د ودانۍ بریښنا ، د ګاډیو جوړولو ، کامپیوتری کار ، اکاونټینګ ، نقشه جوړونه ، درزی توب ، ارایشګری او داسې نور ډیر زیاتو کارونو په زده کولو او روزلو زمینه کی د افغان کډوالو مرسته او ملګرتیا کړی ده ږ
د لوړو زده کړو په زمینه کی هم ایران د افغانستان د بیا رغاونی لپاره د ماهر ځواک په روزلو کی ډیر زیات فعالیت کړوی دی او په زرګونو افغان محصلین یې منلی دي . په دې ډول چی له ۱۳۷۸تر ۱۳۹۴ لمریزکاله پورې ایراني پوهنتونونو د دیپلم ، کارشناسۍ ، ماسترۍ او ډاکټریټ په زمینه کی افغان محصلین منلی او روزلي دي چی دغه شمیر څه د پاسه ۴۲ زره کسانو ته رسي چی په ایران کی یې لوړې زده کړی دي .
یوازې په ۱۳۹۸ لمریز کال کی په تهران کی د افغانستان د سفیر غفور لیوال په وینا په مختلفو پوهنوتونو کی د افغان کډوالو څه د پاسه ۴۰ زره محصلین زده کړی کوی .
د زده کړو د امکان د برابرولو په څنګ کې د افغانستان پوهنتونو ته د کتابونو ورلیږل ، د ورځې مادرن او بشپړه تعلیمي خدماتو او تاجیهزاتو وړاندی کول ، په دغه هیواد کې په سراسری کنکور کې مرسته ، او همداراز د علمي پلاویو غړیو ته مطالعاتی فرصت ورکول ، تحصیلی سکالرشپونه وغیره هغه خدمات دي چی په لنډه توګه مو ورته اشاره وکړه ځکه چی دغه خدمتونه ډیر زیات دي .
مناسبه ده پوهه شو د ایران اسلامی جمهوریت په وروسیتیو کی هغو محدودیتونو ته په پام سره چی د طالبانو لخواد افغان انجلیو د زده کړو لپاره اعمال شوی د افغانستاني انجلیو د تحصیل د شرایطو د اسانتیاو ، تامینولو او منلو لپاره د قانونی مراجعو له لارې خپل چمتووالې اعلان کړی دی او باوری دی چی د زده کړو دوام د افغان انجلیو یو اساسی حق دی . په همدې لړ کی په ایران کی مختلفو تعلیمي اورګانونو د افغان محصلینو او زده کونکیو لپاره د وړیا پلیټ فارمونو او مجازی روزنې زمینه برابره کړی او حتی دپیام نور پوهنتون د افغانستان پوهنتونونو ته د منع شویو انجلیو لپاره له لیرې او اینټرنیټ له لارې د تعلیمی ظرفیت لپاره ۴۰ فیصده تخفیف یا دسکاونټ په نظر کې نیولی دی .
«««««««««««««««««««««««««
ایران د جامعه المصطفی العالمیه د تعلیمی مرکز په چوکاټ کی هم د مجتهدانو او عالمانو روزلو او په نړۍ کې د سوچه محمدی اسلام په دودولو او خپرولو ژمن دی ،د افغان ښاریزو او افغانستانی طلباو روزلو ته هم مله تړلی ده .
د افغانستان د معارفو وزارت وایی په ۱۳۹۶ کال کی د ایران په علمیه حوزو کی کابو ۳۰۰۰ افغان طلباو شتون درلودلی او له دینی زده کړو یې ګټه پورته کړی ده .
په افغانستان کی د جامعه المصطفی العالمیه دفتر په وروستیو کلونو کی د دینی زده کړو د پیاوړتیا ، د طلباو د قراني علومو د سویې د لوړولو په هدف د قرانی مربیانود روزلو او قرایت ، تجوید روزنیز کلاسونه ترسره کړي دي . په بل پروګرام کی به درسره په دې اړه نورې خبرې وکړو تر هغه مو په لوی او مهربان پالونکی سپارو .