افغانستاني حاجیان له ایران او پاکستان څخه عربستان ته استول کیږي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i134466-افغانستاني_حاجیان_له_ایران_او_پاکستان_څخه_عربستان_ته_استول_کیږي
د افغانستان د حج او اوقافو وزارت له ایران او پاکستان څخه د وحي ټاټوبي ته د دغه هیواد د کډوال حاجیانو د وړومبنۍ ډلې د لیږل کیدو خبر ورکړ
(last modified 2023-06-15T08:43:45+00:00 )
Jun 15, 2023 13:12 Asia/Kabul
  • افغانستاني حاجیان له ایران او پاکستان څخه عربستان ته استول کیږي

د افغانستان د حج او اوقافو وزارت له ایران او پاکستان څخه د وحي ټاټوبي ته د دغه هیواد د کډوال حاجیانو د وړومبنۍ ډلې د لیږل کیدو خبر ورکړ

د افغانستان د حج او اوقافو وزارت له ایران او پاکستان څخه د وحي ټاټوبي ته د دغه هیواد د کډوال حاجیانو د وړومبنۍ ډلې د لیږل کیدو خبر ورکړ

د تسنیم خبر ي آژانس د خبر له مخې، د افغانستان د ارشاد، حج او اوقافو وزارت نن وویل: په ایران او پاکستان کښې د دیره افغانستاني کډوالو وړومبنۍ ډله له دغو هیوادونو څخه د حج د ترسره کولو په موخه مکې مکرمې ته رسیدلې ده.

په مکه مکرمه کښې د افغانستاني حاجیانو مسئول محمد اسلم هم رسنیو ته وویل چې سږ کال په ایران او پاکستان کښې دیره افغانستاني کډوالو ته د زرو کسانو ونډه ورکړې شوې ده چې په دې لړ کښې به ۵۰۰ کسان له ایرانه او ۵۰۰ به له پاکستانه حج ته واستول شي.

د افغانستان د حج او اوقافو د وزارت د اعلان له مخې، د سږ کال د حج په مراسمو کښې د ګډون لپاره د عربستان له خوا د اعلان شوې ونډې له مخې، د افغانستان ۳۰ زره وګړي به حج ته واستول شي.