د افغانستان ټوله جغرافیه د طالبانو لپاره مهمه ده
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i134494-د_افغانستان_ټوله_جغرافیه_د_طالبانو_لپاره_مهمه_ده
د کورنیو چارو وزارت سرپرست ویلي دي چې «د غوشتپې کانال موقعیت او جوړونه ښيي چې د اسلامي امارت لپاره یو لوری مهم نه دی، بلکې ټوله جغرافیه مهمه ده».
(last modified 2023-06-16T09:22:34+00:00 )
Jun 16, 2023 13:19 Asia/Kabul
  • د افغانستان ټوله جغرافیه د طالبانو لپاره مهمه ده

د کورنیو چارو وزارت سرپرست ویلي دي چې «د غوشتپې کانال موقعیت او جوړونه ښيي چې د اسلامي امارت لپاره یو لوری مهم نه دی، بلکې ټوله جغرافیه مهمه ده».

د طالبانود کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني د هیواد شمال ته د خپل سفر په ترڅ کې په بغلان ولایت کې د یوې غونډې په ترڅ کې وویل چې د قوش تپې کانال موقعیت او جوړول د دې ښکارندویي کوي چې ټوله جغرافیه د افغانستان د اسلامي امارت لپاره مهم دی.

افغان غږ خبری آژانس وایی د بلخ ولایت رسنیز مرکز یو خبر خپور کړی او ویلي یې دي چې د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني د بلخ له والي محمد یوسف وفا سره د بغلان ولایت ته سفر وکړ او له چارواکو سره یې وکتل، د دغه ولایت له سیمه ییزو، علماوو او قومي مخورو سره یې وکتل.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست ویلي دي چې «د غوشتپې کانال موقعیت او جوړونه ښيي چې د اسلامي امارت لپاره یو لوری مهم نه دی، بلکې ټوله جغرافیه مهمه ده».

باید وویل شي، چې سراج الدین حقاني له دوو اوونیو راهیسې د هېواد په شمال کې دی او د بلخ، جوزجان، فاریاب، سرپل، تخار، سمنګان، بدخشان او بغلان ولایتونو ته یې سفرونه کړي دي