له نشه ایزو توکو سره د  طالبانو مبارزه د ستاینې وړ ده
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i134498-له_نشه_ایزو_توکو_سره_د_طالبانو_مبارزه_د_ستاینې_وړ_ده
د طالبانو ډلې مشرملا هیبت ا...  اخوندزاده  تیر کال په درست افغانستان کې  دنشه ایزو موادو کښت ممنوع اعلان کړی دی،خو  دطالبانو دحکومت  مخالفان او ځیني هیوادونه او نړیوالې موسیسې  د طالبانو له نشه ایزو موادو سره دمبارزې په ادعا باؤر نه کوي ،خو وروستي نړیوالو ادارو برابر شوي راپورونه ښئ چې په افغانستان کې د  اپيمو د کر سویه تر اتیا فیصدو پورې کمه شوې ده .
(last modified 2023-06-16T20:47:08+00:00 )
Jun 17, 2023 01:15 Asia/Kabul
  • له نشه ایزو توکو سره د  طالبانو مبارزه د ستاینې وړ ده

د طالبانو ډلې مشرملا هیبت ا...  اخوندزاده  تیر کال په درست افغانستان کې  دنشه ایزو موادو کښت ممنوع اعلان کړی دی،خو  دطالبانو دحکومت  مخالفان او ځیني هیوادونه او نړیوالې موسیسې  د طالبانو له نشه ایزو موادو سره دمبارزې په ادعا باؤر نه کوي ،خو وروستي نړیوالو ادارو برابر شوي راپورونه ښئ چې په افغانستان کې د  اپيمو د کر سویه تر اتیا فیصدو پورې کمه شوې ده .

په افغانستان کې د چین سفیر  په کابل کې د طالبانو د موقته حکومت د کورنیو چارو وزارت له نشه ایزو توکو سره دمبارزې له مرستیال سره په کتنې کې   د نشه ایزو موادو له کښت سره په مبارزې کې ددغې ډلې دجدیّت قدرونه او ستاینه وکړه.

تسنیم خبری آژانس راپور ورکړ، په کابل کې د چین سفیر وانګ یو  پرون  د افغانستان د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت  له نشه ایزو توکو سره د مبارزې له مرستیال ملا عبدالحق اخوند سره په کتنې کې  د نشه ایزو موادو له کښت سره په مبارزې کې د طالبانو د جدیّت په تائيدولو سره  بیجینګ  په سیمې کې  له نشه ایزو توکو سره دمبارزې  شریک معرفي کړ.

د افغانستان د  ک ورنیو  چارو وزارت مطبوعاتي دفتر  په یوه ټولنیز پیغام کې ددغه خبر په خپرولو سره ،سیاسی او امنیتی مسئلې په تیره بیا له نشه ایزو موادو سره مبارزه په دغې کتنې کې  د خبرواترو  چورلیز وبالۀ. په د غې کتنې کې ملاعبدالحق اخوند  هم  دنشه ایزو موادو د کښت ،برابرولو او منتقلیدا په باب  په خپلو څرګندونو کې ووئيل، افغانستان  له نشه ایزو موادو سره په مبارزې کې  په بشپړ ډول ژمن دی .