په افغانستان کې  ماشومان د اجباری کارونو او بې وځلۍ قرباني دي
(last modified Sat, 17 Jun 2023 00:42:20 GMT )
Jun 17, 2023 05:12 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې  ماشومان د اجباری کارونو او بې وځلۍ قرباني دي

د انسان دوستۍ مرستو ترلاسه کولو ته د افغانستان د خلکو د اړتیا، بیروزګارۍ او بې وځلۍ په باب د خبرونو خپریدا، په یوې عادي چارې بدله شوې ده . دې ځل یونیسف ادارې  د افغانتسان د ماشومانو د بوږنونکي وضعیّت په  باب  فوري راپور خپور کړی دی .

 د ملګروملتو  د ماشومانو بسپنې یا یونیسف ادارې  دانسان دوستۍ فوري مرستو ته دلاس رسي او  خیال ساتنې ته د  کابو شپاړس میلیون  ماشومانو د اړتیا ؤ خبر ورکړ.  

د انسان دوستۍ مرستو ترلاسه کولو ته د افغانستان د خلکو د اړتیا، بیروزګارۍ او بې وځلۍ په باب د خبرونو خپریدا، په یوې عادي چارې بدله شوې ده . دې ځل یونیسف ادارې  د افغانتسان د ماشومانو د بوږنونکي وضعیّت په  باب  فوري راپور خپور کړی دی .

زمونږخبریال د شفقنا خبری آژانس  له قوله راپور راکړ، په افغانستان کې د ملګروملتو د  د یونیسف ادارې  استازي فران اکیزا  ددغه هیواد په مکرز دایکنډي ولایت ته په سفر کې د انسان دوستۍ  مرستو فوری ترلاسه کولو  ته د  کابو شپاړس میلیون افغان ماشومانو د  اړتیا خبر ورکړی او وئیلي ئې دي ، په افغانستان کې  ماشومانو ته  له خپل عمر څخه لازیات درندۀ کارونه او مسئولیتونه سپارل کیږي.

اکیزه ووئیل ، دافغانستان د ماشومانو حقوق  هره ورځ  له مینځه ځي او ورباندې سترګې پټيږي.

په افغانستان کې د ملګروملتو د  ماشومانو د بسپنې یا یونیسف  ادارې  ددفتر مشر  په افغانستان کې د له تاوان موندونکو ماشومانو سره  دنړیوالې ټولنې او نړیوالو اورګانونو د لازیاتو مرستو غوښته و کړه.

اکیزه همد اراز  له دې مخکې هم په افغانستان کې د ماشومانو په وضعیّت سخته اندیښنه ښودلې وه.