نړیواله ټولنه دې مسئولیّت منونکي ووسي
دافغانستان د طالبانو حکومت پر نړیوالو اورګانونو غږ وکړ، په مسئولیّت منلو سره دې ددغه حکومت د بریاؤ منعکس کونکي ووسي.
زمونږخبریال د آوا خبری آژانس له قوله راپور راکړ، د افغانستان د طالبانو د حکومت د خارجه وزارت سرپرست امیر خان متقي د افغانستان په چارو کې د ملګروملتو د سرمنشي له ځانګړی غږملونکي فریدون سینیرلی اوغلو سره په کتنې کې ووئيل،نړیواله ټولنه باید پخپلو مسئولیتونو عمل وکړي اونړیوال اورګانونه دې د افغانستان سره په اړونده راپورونو کې د طالبانو د حکومت بریاوې او حقیقتونو ته انعکاس ورکړي.
د افغانستان د طالبانو د خارجه وزارت ویندوي عبدالقهار بلخي بیګا هم پخپل یو ه ټولنیز پیغام کې لیکلی دي ،خارجه وزیر له سینیرلی اوغلو سره په کتنې کې هیله ښودلې ده چې دی دې د طالبانو د حکومت د بریاؤ او د خلکو د غوښتنو په منعکس کولو سره سرپرست حکومت له نړیوالې ټولنې سره نزدې کړي.
دطالبانو د خارجه وزارت ویندوي د سینیرلی اوغلو له قوله هم لیکلی دي ،چې هغه دملګروملتو له مختلفو غړو هیوادونو سره خبرې کړي دي او احساس کوي، نړیواله ټولنه له طالبانو سره دتعامل له ښه کیدا سره دلچسپي لري.