سږکال دیرش زره افغانان د حج د ادا کولو لپاره عربستان ته تللي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i134892-سږکال_دیرش_زره_افغانان_د_حج_د_ادا_کولو_لپاره_عربستان_ته_تللي
له دې مخکې د طالبانو دحکومت ویندوي ذبیح ا...مجاهد پخپل ټولنیز پيغام کې لیکلي وو،د طالبانو د حج او اوقافو وزارت په ټولو برخو کې د افغانستان حاجیانو ته  ښه امکانات برابر کړي دي.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jun 24, 2023 12:45 Asia/Kabul
  • سږکال دیرش زره افغانان د حج د ادا کولو لپاره عربستان ته تللي

له دې مخکې د طالبانو دحکومت ویندوي ذبیح ا...مجاهد پخپل ټولنیز پيغام کې لیکلي وو،د طالبانو د حج او اوقافو وزارت په ټولو برخو کې د افغانستان حاجیانو ته  ښه امکانات برابر کړي دي.

زمونږخبریال د شفقنا خبری آژانس له قوله راپور راکړ، د افغانستان  د طالبانو دحج  او اوقافو د چارو وزارت پرون عربستان ته د خدای د کور د زیارت  کولو ته د افغان حاجیانو د لیږد د پاي خبر ورکړ او وې وئيل،دغه وزارت عربستان ته په ۸۹ الوتونو کې دیرش زره حاجیان ولیږدول.

له دې مخکې هم د طالبانو دحکومت ویندوي ذبیح ا...مجاهد پخپل ټولنیز پيغام کې لیکلي وو،د طالبانو د حج او اوقافو وزارت په ټولو برخو کې د افغانستان حاجیانو ته  ښه امکانات برابر کړي دي.

هر کال له درستې نړۍ  په لکونو مسلمانان د حج د فریضې د اداکولو لپاره  عربستان ته ځي  او د وحي په ټاټوبی کې د مکې او مدینې شریفې  له زیارتونو مشرف کیږي. او د اسلامی امت د یووالی او اتحاد او دغه راز د  درستو مسلمانانو دبریالیتوب  او د خپل عاقبت دښه والي دعاګانې کوي.