طالبانود اسراییلو جنایتونه وغندل
د طالبانو مشر د لوي اختر په مناسبت په یوه پیغام کې د فلسطین مسئلې ته په اشارې سره ویلي دي مونږ ه د فلسطین په ښځو، ماشومانو او بې دفاع خلکو باندې د اسرائیلو ظلمونه په کلکه غندو او له اسلامي هیوادونو غواړو چې مخنیوی یې وکړي.
د افغانستان د طالبانو حکومت مشر وویل مونږ پر بې دفاع فلسطینیانو د اسرائیلو وحشیانه ظلمونه په کلکه غندو.
د طالبانو مشر د لوي اختر په مناسبت په یوه پیغام کې د فلسطین مسئلې ته په اشارې سره ویلي دي مونږ ه د فلسطین په ښځو، ماشومانو او بې دفاع خلکو باندې د اسرائیلو ظلمونه په کلکه غندو او له اسلامي هیوادونو غواړو چې مخنیوی یې وکړي.
مولوي هبت ا... اخندزاده ټینګار وکړ د اسلامي امت د ټولو مشکلاتو او ګډوډیو حل په وحدت کې پټ دې چی د دغه ستر هدف د ترلاسه کولو لپاره هر مسلمان دنده لری چی هغه درک کړی چی د درز اچونکیو او غرضي لورو دسیسې شنډې او مسلمان ملتونه د اسلامي وروګلوۍ او وحدت له نعمته برخمن شي .