د سولې ټینګښت لپاره دې د ملي خبرو له لارې هڅه وشي
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي یو ځل بیا ویلي چې د سولې د ټینګښت باید د ملي ډیالوګ له لارې هڅه وشي.
د کلید ګروپ د خبر له مخې، نوموړي په خپل اختریز پیغام کې ویلي، چې هېواد د ټولو ګډ کور دی او ټول وګړي پکې مساوي حقونه لري.
کرزي زیاته کړې، تر دې وړاندې هم د سولې لوی لوی فرصتونه له لاسه ورکړل شوي او اوس طالبانو ته په کار ده چې د ملي خبرو په پایله کې وکړی شي، ترڅو ټول لوري د باور او ورور ګلوۍ په فضا کې سره یوځای او د هېواد د آبادۍ لپاره کار وکړي.
د هغه په خبره، په هېواد کې تلپاتې سوله، زده کړې او کار د ټولو افغانانو هیله ده.
بل لورته په پخواني حکومت کې د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله هم پرخپله ټوېټرپاڼه د لوی اختر په مناسبت په خپل خپاره کړي پیغام کې هیله څرګنده کړې، چې نړیواله ټولنه د افغانانو د ناسم اقتصادي او بشري وضعیت په درک کولو سره، خپلو مرستو ته دوام ورکړي.