طالبان دې د نړیوالو اورګانونو په فعالیتونو کې ګوتې نه وهي
د افغانستان د بیا رغاونې لپاره د امریکاځانګړی پلټونکي ادارې ؛سګار؛ د نړیوالو اورګانونو په فعالیتونو کې دطالبانو په لاسوهنې نیوکې وکړې.
افغانستان کلونه کیږي، د امریکائي پوځیانو پّ وسیله د نیواک دوولسیزو نیواک په دلیل له اقتصادي بحران سره لاس او ګریوان دي او نړیوالو مرستو ته ډيره اړتیا لري. ددغو مرستو لیږد د ۲۰۲۱کال په اګست کې د طالبانو بیرته واک ته په رسیدا سره تر اغیزو لاندې ورغلی .د طالبانو موقته حکومت په کرتو له نړیوالو موسیسو د مرستو غوښته کړې څو دغه مرستې دې ددغې ډلې د حکومت په څارنې سره وویشي،خو نړیوالې مرستندویه ادارې چې پخپله دافغانستان لپاره د غونډو کړئ شوو مرستو په نغرلو تورنې دي،طالبان د انسان دوستۍ د مرستو په ویش کې د ګډون لپاره مناسبه ټاکنه نه ګڼي.
د نظر دغه اختلاف په کرتو ،طالبان او مرستندویه ادارې له یوه بل سره د ډغرې تر حده رسولي دي. سګار موسیسې یوځل د نړیوالو اورګانونو په فعالیتونو کې د طالبانو پر ګوت وهنو سختې نیوکې کړی دي.
شفقنا خبری آژانس راپور ورکوي، سګار موسیسې پرون په دې اړه په یوې اعلامیې کې په افغانستان کې دملګروملتو پشمول په نړیوالو مرستندویو اورګانونو په فعالیتونو کې دطالبانو په پراخو لاسوهنو نیوکې کړي او وئيلي ئې که دغه لاسوهنې د وام وکړي، نو ممکنه ده په افغانستان کې درستې مرستندویه نړیوالې موسیسې او اورګانونه وتړل شي.
داپه د اسې حال کې دي چې طالبانو په کرتو دمرستندویو په وسیله د افغانستان لپاره د غونډو کړئ شوو مرستو د ویشلو موضوع له سیاسی مسئلو سره پر اړونده کولو باندې نیوکې کړي دي، ځکه افغانستان ته د انسان دوستۍ دمرستو په لیږد کې دځنډ یا غوڅولو تر ټولو اصلي قربانیان ددغه هیواد ولس دی.
په ملګروملتو کې د ایران د نمایندګۍ مرستیالې میرمن زهرا ارشادي د مئ په ۲۳نیټه دملګروملتو په امنیت شورا کې په امریکا کې د افغانستان د کابو لس میلیارډډالري شتمنیو په کنګل کیدا په سختو نیوکو سره دعامو افغانانو څخه دملاتړ په ضرورت ټينګار کړی او وئيلي ئې دي،د انسان دوستۍ دمرستو سیاسي کول یوازې د افغانستان ولس ته تاوان رسوي ،ځو ځکه دې ددغه هیواد دولس کنګل شوي شتمنۍ بیرته وګرځول شي.