طالبان: د فرانسې د خلکو د اعتراضونو جرړه، بې انصافي ده
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i135206-طالبان_د_فرانسې_د_خلکو_د_اعتراضونو_جرړه_بې_انصافي_ده
د طالبانو جګ پوړی غړی د فرانسې د وروستیو پیښو په غبرګون کښې وايي، د دغه هیواد خلک د بې عدالتۍ په وجه سړکونو ته راوتلي دي.
(last modified 2023-07-02T07:40:00+00:00 )
Jul 02, 2023 12:07 Asia/Kabul
  • طالبان: د فرانسې د خلکو د اعتراضونو جرړه، بې انصافي ده

د طالبانو جګ پوړی غړی د فرانسې د وروستیو پیښو په غبرګون کښې وايي، د دغه هیواد خلک د بې عدالتۍ په وجه سړکونو ته راوتلي دي.

د طالبانو جګ پوړی غړی د فرانسې د وروستیو پیښو په غبرګون کښې وايي، د دغه هیواد خلک د بې عدالتۍ په وجه سړکونو ته راوتلي دي.

د تسنیم خبري آژانس د خبر له مخې، د طالبانو د واکمنې کابنیې غړي انس حقاني په فرانسه کښې د اعتراضونو په غبرګون کښې څرګنده کړه: د پاریس حکومت له زوره کار اخیستی دی او له زرو زیات معترضان یې زنداني کړي دي.

هغه په یو ټویټ کښې ولیکل: د اقلیتونو خلاف د فرانسې د پولیسو کړچار له توکمپالنې او تشدد سره مل دی چې زیاتره د پراخ عمومي اعتراض او قهر سبب شوی دی. حقاني هم داشان څرګنده کړه: د فرانسې خلک د دغې بې عدالتۍ په وجه سړکونو ته راوتلي دي.

د طالبانو جګ پوړي چارواکي وویل: هیڅ کوم لویدیځ هیواد او د بشري حقوقو سازمان له معترضانو ملاتړ نه دی څرګند کړی او د فرانسې حکومت ته یې نه دي ویلي چې له معتراضونو سره دې زیږ چلند نه کوي.