هېچا ته د وسلو د پلور اجازه نه ورکوو
Jul 11, 2023 08:15 Asia/Kabul
طالبانو په افغانستان کې د امریکا د پاتې وسلو او تجهیزاتو د پلور تورونه په کلکه رد کړل.
د کلید ګروپ د خبر له مخې، د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر ټویټرپاڼه لیکلي چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته ټولې وسلې، تجهیزات او وسایط د هېواد په ډیپوګانو کې ساتل شوي او هېچا ته یې د قاچاق او پلور اجازه نه ده ورکړل شوې.
د مجاهد په خبره، دا ډول تبلغات د هغو کړیو کار دی چې په افغانستان کې روان ثبات نه شي زغملی.
تر دې وړاندې د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر «مک کال» او دوو څېړنیزو بنسټونو ویلي وو چې طالبان له امریکا څخه په افغانستان کې پاتې شوې وسلې، وسایط او تجهیزات پلوري.
ټیګونه