د ایران او افغانستان اړیکې پر متقابل درناوي ولاړې دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i135596-د_ایران_او_افغانستان_اړیکې_پر_متقابل_درناوي_ولاړې_دي
په تهران کې د افغانستان د سفارت سرپرست د دغه هېواد او ايران اړيکې د ښه ګاونډيتوب او متقابل درناوي پر بنسټ ولاړې وبللې.
(last modified 2023-07-11T20:15:40+00:00 )
Jul 12, 2023 00:42 Asia/Kabul
  • د ایران او افغانستان اړیکې پر متقابل درناوي ولاړې دي

په تهران کې د افغانستان د سفارت سرپرست د دغه هېواد او ايران اړيکې د ښه ګاونډيتوب او متقابل درناوي پر بنسټ ولاړې وبللې.

د فارس خبري آژانس د خبر له مخې، د افغانستان د طالبانو د حکومت اداري مرستیال«عبدالسلام حنفي» په ایران کې د افغانستان د سفارت له شارژدافیر«فضل ​​محمد حقاني» سره په کتنه کې، دواړو لورو د افغانستان د روان وضعیت، افغان کډوالو، د دواړو هېوادونو ترمنځ سیاسي، اقتصادي او کلتوري اړیکو په اړه خبرې اترې وکړې.

په تهران کې د افغانستان د سفارت سرپست د خپلې وینا په یوه بله برخه کې د افغانستان او د ایران د اسلامي جمهوریت د اړیکو حالت ته په اشارې سره وویل: اوس مهال د دواړو هېوادونو اړیکې د ښه ګاونډیتوب او متقابل احترام پر بنست ولاړې دي او د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا لپاره هڅې جریان لري.

د طالبانو د رئیس الوزراء مرستیال هم د دغې غونډې په دوام کې وویل: طالبان له ګاونډیو او د سیمې له هېوادونو سره د احترام او متقابل تعامل پر بنسټ ښې اړیکې غواړي او سیاسي استازولۍ هم باید په دې برخه کې عمل وکړي.