سوېډن کمېټې د افغانستان سرپرست حکومت په وروستۍ پرېکړې غبرګون ښودلی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i135626-سوېډن_کمېټې_د_افغانستان_سرپرست_حکومت_په_وروستۍ_پرېکړې_غبرګون_ښودلی
د افغانستان لپاره د سوېډن کمېټې د سرپرست حکومت له‌خوا په افغانستان کې د سوېډن د اړوندو ټولو بنسټونو تړل کېدو پر پرېکړې غبرګون وښود.
(last modified 2023-07-12T08:44:47+00:00 )
Jul 12, 2023 13:09 Asia/Kabul
  • سوېډن کمېټې د افغانستان سرپرست حکومت په وروستۍ پرېکړې غبرګون ښودلی

د افغانستان لپاره د سوېډن کمېټې د سرپرست حکومت له‌خوا په افغانستان کې د سوېډن د اړوندو ټولو بنسټونو تړل کېدو پر پرېکړې غبرګون وښود.

د سوېډن کمېټې پرون په یوه اعلامیه کې ویلي، د طالبانو سرپرست حکومت له چارواکو سره پر دې موضوع د مذاکرو هڅه کوي، څو د خپلې پرونۍ پرېکړې په باب وضاحت ورکړي، ځکه دغه پرېکړه د سوېډن کمېټې فعالیتونه اغېزمنوي.

د طالبانو د سرپرست حکومت ویاند پرون په یوه اعلامیه کې وویل، په سوېډن کې د قران کریم د توهین په غبرګون کې د دوی حکومت په افغانستان کې د سویډن د ټولو بنسټونو د فعالیتونو بندېدو امر کړی دی.

 د لوی اختر په لومړۍ ورځ په سوېډن کې یو افراطي د قرآن کریم یوې نسخې ته اور واچاوه.‌ د سوېډن کمېټې په خپله اعلامیه کې ویلي، دوی قران کریم ته د سپکاوي هر عمل غندي او د مذهبي عقایدو، قوم یا تابعیت له مخې هر ډول شخړه یا خصومت او ډلبندي محکوموي. د سوېډن کمېټه وايي، دوی د افغانستان په ۱۸ ولایتونو کې شاوخوا اته زره افغان کارکوونکي لري او دوی د افغانانو ملاتړ ته ژمن دي.