په ننګرهارکې د جنایي جرمونو په تور ۱۷ تنه ونیول شول
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i135806-په_ننګرهارکې_د_جنایي_جرمونو_په_تور_۱۷_تنه_ونیول_شول
چارواکي وايي چې په نیول شويو کسانو کې د قیمتي ډبرو قاچاقچیان او وسله وال غله هم شامل دي.
(last modified 2023-07-16T22:50:27+00:00 )
Jul 17, 2023 03:18 Asia/Kabul
  • په ننګرهارکې د جنایي جرمونو په تور ۱۷ تنه ونیول شول

چارواکي وايي چې په نیول شويو کسانو کې د قیمتي ډبرو قاچاقچیان او وسله وال غله هم شامل دي.

زموږ د خبریال د خبر له مخې، د ننګرهار امنیه قوماندانۍ ویاند حافظ عبدالبصیر زابلي ویلي چې د دې قوماندانۍ اړوند د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې آمریت موظفینو د جلال آباد ښار له بېلابېلو ناحیو څخه ۱۷ تنه په جنایي جرمونو تورن کسان نیولي دي.

زابلي زیاته کړې چې په نیول شویو کسانو کې  د قیمتي ډبرو قاچاق وړونکي، نامشروع اړیکو ټينګوونکي او وسله وال غله هم شامل دي.

د قوماندانۍ ویاند زیاته کړه چې نیول شوي کسان دامهال په امنیه قوماندانۍ کې تر پوښتنو ګرویګنو لاندې دي چې ژر به یې دوسيې د وروستیو کړنو په موخه عدلي او قضایی ادارو ته وسپارل شي.