ټروریزم او د پآکستان او افغانستان تر مینځ لانجې
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو له حکومت وغوښتل چي ټروریزم سره د مبارزې او د پاکستان په ضد د افغانستان د خاورې نه استعمالېدو په ژمنو عمل وکړي .
په دې وروستیو کې د پآکستان د دفاع وزارت هم د طالبانو له سرپرست حکومت څخه ورته غوښتنه کړې وه، داسي مساله چي د ټي ټي پي په وړاندې د افغانستان د سرپرست د حکومت له کړچار څخه د اسلام اباد د ناخوښی او د اعتراضاتو د زیاتېدو ښودونکې ده، د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویندویې زهرا بلوچ د نېشن له ورځپاڼې سره په مرکه کې ټینګار وکړ چي اسلام آباد په ټولو ډګرونو کې او په ځانګړي توګه ټروریزم او سرحدي ستونزو په زمینه کې د کابل له سرپرست حکومت سره همکاریو ته ژمن دی، لیکن طالبان لا تر اوسه په خپلو وعدو عمل نه دي کړي، د پاکستان د دفاع وزیر هم ټینګار کړی دی چي افغانستان د پاکستان د ګاونډی هیواد په توګه له ترهګرو سره په مبارزه کې په خپلو ژمنو عمل نه کوي.
د پآکستان په ضد د ټي ټي پي د ترهګرې دلې د بریدونو په زیات والې سره داسي ښکاري چي د پاکستان د فوځي او سیاسي چارواکو زغم په ختمېدو دی ، دا په دې معنا ده چي په افغانستان کې د طالبانو حکومت د اسلام اباد تمې ورپوره کړي نه دي، د سیاسي چارو شناند منصور احمدخان په دې اړه وایي: د پاکستان حکومت هیڅ تمه نه درلوده چي طالبان دې د اسلام اباد په وړاندې داسي خپلواک دریځ غوره کړې وای، پاکستان چي خپل فوځ د سیمې له پیاوړي فوځونو له جملې څخه بولي ورته د زغم وړ نه دی چي یوه ترهګره ډله یې په ځواکونو باندې په برید سره، مرګژوبله واړوي، دا د پاکستان د خلګو په نزد کې د فوځ د وړتیاو په هکله ښه پیغام نه وړاندې کوي.
که څه هم د طالبانو سرپرست حکومت په پاکستان باندې د افغانستان له خاورې څخه د ټي ټي پي بریدونه بې بنیاده ادعا بولي او دا د پاکستان یوه داخلي موضوع ګڼي، لیکن د پاکستان فوځ او حکومت په دې باور دي چي د افغانستان د طالبانو سرپرست حکومت د میلمه پالنې د رواجونو او دودونو له مخې لاهم د تحریک طالبان پاکستان کوربه توب کوي او د هغوی په ضد هیڅ یو اقدام نه کوي. ټي ټي پي د پاکستان د حکومت په خلاف تر ټولو مهمه وسله واله ډله ده چي د افغانستان له طالبانو څخه په تقلید کولو سره، په پاکستان کې د اسلامي حکومت د رامینځ ته کولو په لټه کې ده، دغه ترهګره ډله له قبائلي سیمو څخه د پاکستان د فوځ د وتلو او د دې ډلې د عناصرو د خوشي کېدو غوښتونکې ده.
د سیاسي چارو شناند داود خټک په دې اړه وایي:
د پاکستان فوځ او حکومت د ټروریزم له ښکارندې سره مخ دي، داسي مساله چي دوی هیڅکله یې تصور نه شوای کولای، د پاکستان حکومت او فوځ هیڅ فکر نه کاوه چي یوه ورځ د همغو ترهګرو له لورې وګواښل شي، چي د دوی له لورې په مذهبی مدرسو کې روزل شوي وه. دغو جنګیالیو کې د فرقه پالو مذهبی تعالیمو د زده کړې سربېره، فوځي روزنې هم تر لاسه کوي، په دې خاطر د پاکستان مذهبې مدرسې د تندلارو او ترهګرو ډلو د نیروګانو د تامینولو په مرکزونه بدل شوي دي.
په داسي حال کې د پاکستان سیاسي او فوځي چارواکي د ټي ټي پي د ډلې د بریدونو د دوام په هکله د افغانستان سرپرست حکومت ته خبرداری ورکړي چي په پاکستان کې په امنیتي ځواکونو باندې د ترهګرو بریدونو پېښې زیاتې شوي دي، داسي ښکاي چي په افغانستان کې د طالبانو سرپرست حکومت تر دې دمه د ټي ټي پي د ډلې په کنټرولولو کې بریالی شوی نه دی، په دې خاطر دا احتمال شته چي د پاکستان فوځ د ټي ټي پي د ترهګرو د تعقیبولو په موخه د افغانستان خاورې ته ور واوړي او عملیات وکړي، داسي یو عمل چي د دواړو هیوادونو تر مینځ به د سختو لانجو لامل وګرځي، د پاکستان حکومت داسي تصور کوي چي د اسلام اباد ملاتړ او مرستو ته د طالبانو د سرپرست حکومت ضرورت کولایشي د ټي ټي پي د مهارولو لپاره د دواړو هیوادونو تر مینځ د جدی همکاریو زمینه برابره کړي، خو تر دې دمه د افغانستان لسرپرست حکومت د پاکستان تمې پوره کړي نه دي، خو په عین حال کې پاکستان خپله هم له طالبانو څخه په ملاتړ تورن دی او لاهم د افغانستان په خلګو کې دغه ذهنیت موجود دی.