د افغانستان طالبانو خپل حکومت پراخ بنسټه وباله
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i135918-د_افغانستان_طالبانو_خپل_حکومت_پراخ_بنسټه_وباله
شفقنا خبري اژانس راپور راکړی د افغانستان د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي خپل حکومت له نورو حکومتونو څځه زیات پراخ بنسټه وباله.
(last modified 2023-07-19T04:10:50+00:00 )
Jul 19, 2023 08:34 Asia/Kabul
  • د افغانستان طالبانو خپل حکومت پراخ بنسټه وباله

شفقنا خبري اژانس راپور راکړی د افغانستان د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي خپل حکومت له نورو حکومتونو څځه زیات پراخ بنسټه وباله.

طالبانو ډلې چې د ۲۰۲۱ میلادي کال د اګست د میاشتې له پینځلمسې نیټې څخه یې واک په لاس کښې اخیستی دی د موقته حکومت په جوړولو سره په هیواد کښې د پراخ بنسټه حکومت د جوړولو ژمنه کړي ده خو دغه کار یې تراوسه نه دی ترسره کړی.

د طالبانو خارجه وزیر امیر خان متقي په یوې وینا کښې ادعا وکړه چې زمونږ حکومت ټولشموله او پراخ بنسټه دی او له دې کبله د طالبانو په حکومت باندې نیوکه کول جایز نه دي.

هغه وویل له ټولو بایکاټونو سره سره د افغانستان اقتصادي حالت ښه دی.

امیر خان متقي دغه راز په تیرې دوشنبې ورځ ویلي وو ځینې هیوادونه او نړیوال  ارګانونه چې له طالبانو ډلې سره یې منفي تعامل درلود همدا اوس د مثبت تعامل په لور حرکت کوي.