د افغانستان د کارګرو ماشومانو شمیر ډیر شوی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i136006-د_افغانستان_د_کارګرو_ماشومانو_شمیر_ډیر_شوی
شفقنا خبري اژانس راپور راکړی د ملګروملتونو د بشر دوستانه مرستو د غږملونې موسسې (اوچا) په افغانستان کښې د کارګرو ماشومانو د شمیر د زیاتیدا خبر ورکړ.
(last modified 2023-07-21T06:56:20+00:00 )
Jul 21, 2023 08:53 Asia/Kabul
  • د افغانستان د کارګرو ماشومانو شمیر ډیر شوی

شفقنا خبري اژانس راپور راکړی د ملګروملتونو د بشر دوستانه مرستو د غږملونې موسسې (اوچا) په افغانستان کښې د کارګرو ماشومانو د شمیر د زیاتیدا خبر ورکړ.

افغانستان د امریکا د هغې د متحدانو او د واشنګټن تر نفوذ لاندې د نړیوالو موسسو لخوا له لګول شویو بایکاټونو او د امریکا  له شل کلن نیواک وروسته له سخت اقتصادي کړکیچ سره مخامخ دی او د سپینې ماڼۍ لخوا د افغانستان پرضد د بایکاټونو زیاتیدا دغه کړکیچ نور پسې ډیر کړی دی.

د ملګروملتونو د بشر دوستانه مرستو غږملونکي موسسې (اوچا) وویل په افغانستان کښې د کارګرو ماشومانو شمیر د زیاتیدا په حال کښې دی.

دغه موسسې په یوه ټویټر پیغام کښې د افغانستان د کارګرو ماشومانو پخواني شمیر ته له اشارې کولو پرته وویل په دغه هیواد کښې د کارګرو ماشومانو شمیر دیرش فیصده نور زیات شوی دی.

اوچا زیاته کړه په هغو کورنیو کښې چې ښځې د کورنیو سرپرستۍ پرغاړه لري د کارګرو ماشومانو شمیر پینځه دیرش فیصده دی.

د ملګروملتونو د ملاتړ صندوق یونیسف څه موده مخکې ویلي وو د افغانستان له هرو پینځو ماشومانو څخه یو ماشوم له کورونو څخه بهر په کار بوخت دی او دوه ویشت فیصده ماشومان په سختو کارونو بوخت دي.