طالبانو د اروپايي اتحادیې اقدام ته غبرګون وښود
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i136022-طالبانو_د_اروپايي_اتحادیې_اقدام_ته_غبرګون_وښود
زمونږ خبریال راپور راکړی طالبانو د دغه ډلې د موقته چارواکو پرضد د ځینو بندیزونو په لګولو کښې د اروپايي اتحادیې اقدام د اروپایانو د دباو د اعمالو د سیاست دوام وباله.
(last modified 2023-07-21T09:26:38+00:00 )
Jul 21, 2023 12:07 Asia/Kabul
  • طالبانو د اروپايي اتحادیې اقدام ته غبرګون وښود

زمونږ خبریال راپور راکړی طالبانو د دغه ډلې د موقته چارواکو پرضد د ځینو بندیزونو په لګولو کښې د اروپايي اتحادیې اقدام د اروپایانو د دباو د اعمالو د سیاست دوام وباله.

د افغانستان د موقته حکومت ویندوی ذبیح الله مجاهد د اروپا د شورا د وروستیو بایکاټونو په هکله وویل د اروپايي اتحادیې د بایکاټونو په فهرست کښې د افغانستان د سرپرست حکومت د ځینو مشرانو د نومونو زیاتول د دواړو لورو لپاره هیڅ ګټه نلري.

ذبیح الله مجاهد اروپایانو ته سپارښتنه وکړه د  بایکاټ او د دباو د لګولو پرځاې د تعامل ، خبرو اترو او د تفاهم لاره غوره کړي.

هغه وویل له ناکامه تجربو استفاده کولو، تپليو سیاستونو او د افغانانو پرضد د دباو لګولو هیڅ نتیجه نه ده لرلي.