د انجلیوتعلیم دافغانستان لپاره حیاتی دی
Jul 24, 2023 11:08 Asia/Kabul
کرزی له دغې کتنې وروسته په ټویټر کې ولیکل چی له دغې اروپایی ډیپلوماټې یې غوښتی دی چی په افغانستان کی د انجلیو او هلکانو له زده کړې سره مرسته وکړی .
د تسنیم خبری اژانس له راپور سره سم د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی په کابل کې د اروپایی اتحادیې د دفتر له مرسیتالی سره په کتنه کې دانجلیو لپاره تعلیم د افغانستان لپاره حیاتی وباله .
کرزی له دغې کتنې وروسته په ټویټر کې ولیکل چی له دغې اروپایی ډیپلوماټې یې غوښتی دی چی په افغانستان کی د انجلیو او هلکانو له زده کړې سره مرسته وکړی .
په افغانستان کی له شپږم ټولګی بره انجلیو زده کړې منع شوی دی او حامد کرزی په وروستیو دو کلونو کې له بهرنیو استازیو سره په خپلو زیاتره کتنو کې د ښونځیو او پوهنتونونو په خلاصیدا ټینګار کړی دی .
ټیګونه