دافغانستان دفاع او کورنیو چارو وزیران هرات ته لاړل
په وروستیو میاشتو کې د هرات ولایت د لویدیځ په سرحدی سیمو کې له ایراني پوله ساتونکیو سره د طالبانو نښتې په ځلونو په خبرونو کې راغلی وې
د افغان غږ خبری اژانس له راپور سره سم د افغانستان دفاع اوکورنیوچارووزیران د افغانستان د لویدیځ د هرات ولایت د حالاتو د جاج لپاره دغه ولایت ته ولاړل .
په وروستیو میاشتو کې د هرات ولایت د لویدیځ په سرحدی سیمو کې له ایراني پوله ساتونکیو سره د طالبانو نښتې په ځلونو په خبرونو کې راغلی وې .
دا راپور زیاتوی چی دا لومړی ځل دې چی د طالبانو څو لوړ رتبه امنیتي مشران په یووخت هرات ته سفر کوي .
ورمه ورځ هم د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو مرستیال هرات ته سفر کړی وو .
په همدې دلیل اټکل کیږی هرات ته د افغانستان د پوځی او امنیتی مسولانو د سفر اصلی هدف د سیمې دسرحدی او امنیتی مسایلو جاج وی .