ترکیې په۶ میاشتو کې ۱۵ زره افغان کډوال وېستي دي
د ترکیې د کورنیو چارو وزارت د رده بندۍ په اساس د افغانستان ښاریز په دغه هیواد کې د غیرقانوني کډوالو د لیسټ په سر کې دي چی نیول شوي دي .
په ترکیه کې د افغان کډوالو یوې ملاتړې ټولنې ویلي، چې دغه هېواد له تېرو ۶ میاشتو راهیسې شاوخوا ۱۵ زره افغان کډوال وېستي دي.
دغې ټولنې ویلي، چې په ترکیه کې ۳ سوه زره افغانان رسماً ثبت شوي چې اکثره د لنډې مودې لپاره دغه هیواد ته تللي دي خو د هغوی په منځ کې ۴۸ زره د اوږدې مودې د اقامت اسناد لري.
دا په داسې حال کې ده، چې نن هم د ترکیې پولیسو د ۳۸ افغان کډوالو د نیولو خبر ورکړی.
د ترکیې د کورنیو چارو وزارت د رده بندۍ په اساس د افغانستان ښاریز په دغه هیواد کې د غیرقانوني کډوالو د لیسټ په سر کې دي چی نیول شوي دي .
په افغانستان کې د څه د پاسه څلورو لسیزو جنګ او نیواکګری د دغه هیواد د میلیونونو ښاریزو د کډوالۍ سبب شوی ده .