ننګرهارکې لسګونه په جنایي جرمونو کې ککړ کسان نیول شوي دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i136192-ننګرهارکې_لسګونه_په_جنایي_جرمونو_کې_ککړ_کسان_نیول_شوي_دي
زمونږ خبریال راپور راکړی چارواکي وايي له نیول شویو کسانو وسلې، نشه یې توکي موټرې او نور وسایل تر لاسه شویدي.
(last modified 2023-07-25T08:47:32+00:00 )
Jul 25, 2023 13:14 Asia/Kabul
  • ننګرهارکې لسګونه په جنایي جرمونو کې ککړ کسان نیول شوي دي

زمونږ خبریال راپور راکړی چارواکي وايي له نیول شویو کسانو وسلې، نشه یې توکي موټرې او نور وسایل تر لاسه شویدي.

د ننګرهار امنیه قوماندانۍ امنیتي مرستیال مولوي محمد طاهر مبارز په یوه خبری ناسته کې وویل د امنیه قوماندانۍ اړوند جنایي او ترهګرۍ پروړاندې د مبارزې څانګو په تیره یوه میاشت کې د ننګرهار ولایت په بېلابېلو سیموکې په جنایي او ترهګریزو پیښو کې ککړ ۱۴۶ تنه نیولي دي.

مولوي محمد طاهر مبارز وویل په نیول شویو کسانو کې قاتلین، غله، اخلاقي فساد کوونکي، د نشه یی توکیو قاچاق وړونکي او دنورو جرمونو ترسره کوونکي شامل دي.

 د ننګرهار امنیه قوماندانۍ امنیتي مرستیال مولوي محمد طاهر مبارز وویل له نیول شویو کسانو څخه وسلې، نشه یی او غلا شوي توکي، موټرې او نور وسایل هم ترلاسه شویدي.

 نوموړي وویل د نیول شویو کسانو دوسیې به د وروستیو کړنو په موخه عدلي او قضایي ادارو ته واستوي . مولوي محمد طااهر مبارز دغه راز وویل چې په تیره یوه میاشت کې دننګرهار ولایت په بېلابېلو سیموکې پنځأس ترافیکي پیښې رامنځته شوي چې د ښځو او ماشومانو په ګډون پکې یودیرش تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.