د نجونو زدکړو د 'اختلافي' ستونزې پرحل کار روان دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i136228-د_نجونو_زدکړو_د_'اختلافي'_ستونزې_پرحل_کار_روان_دی
زمونږ خبریال راپور راکړی په افغانستان کې د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني ويلي د نجونو د تړلو ښوونځیو او پوهنتونو پرانیستل کېدو ته د یوې معقولې حل لارې پر موندلو کار روان دی.
(last modified 2023-07-26T09:23:55+00:00 )
Jul 26, 2023 07:54 Asia/Kabul
  • د نجونو زدکړو د 'اختلافي' ستونزې پرحل کار روان دی

زمونږ خبریال راپور راکړی په افغانستان کې د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني ويلي د نجونو د تړلو ښوونځیو او پوهنتونو پرانیستل کېدو ته د یوې معقولې حل لارې پر موندلو کار روان دی.

طلوع نیوز وايي هغه دا څرګندونې سې‌شنبه د (جولای ۲۵مه) هرات ولایت کې له دیني عالمانو، قومي مخورو او د خصوصي سکټور له استازو سره یوې غونډې ته کړې دي.

ښاغلی حقاني د طالبانو د سترې محکمې د رییس مولوي عبدالحکیم حقاني په مشرۍ له یوه جګپوړي دولتي پلاوي سره هرات ته تللی دی.

د طالبانو حکومت تر اوسه هرات ته د خپلو دغو جګپوړو چارواکو د سفر جزییات نه دی ورکړي، خو ښاغلي حقاني په دې وروستیو کې ځینو نورو ولایتونو ته هم سفرونه کړي وو.

باختر دولتي خبري اژانس په وینا سوداګرو او صنعت کارانو د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت له سرپرست سره کتنه کې خپلې ستونزې او وړاندیزونه شریک کړي دي.

طلوع نیوز د هرات د خصوصي سکتور د استازو په حواله لیکلي، چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو بند پاتې کېدل د پانګې د تېښتې لامل شوی‌ او دا چې "ډېری کورنۍ د خپلو اولادونو د زد‌کړو او تحصیل په موخه ګاونډیو هېوادونو ته کډه کېږي."

دې شبکې هرات کې دې غونډې ته د ښاغلي حقاني د وینا یوه برخه هم خپره کړې چې نوموړی پکې وايي "د دغو موضوعاتو لپاره پر یوه معقول حل کار روان دی."

نوموړی زیاتوي دوی له دې نه ویرېږي چې کله "یوه مساله اختلافي وګرځي، د دې لپاره چې دغه اختلاف لوی او پراخ نشي، هغې ته یو څه انتظار په کار وي."

د طالبانو له بیا واکمنېدو سره په افغانستان کې د نجونو د ښوونځیو پر تړل کېدو نږدې دوه کاله اوړي.

دوی د تېر زېږدیز کال له وروستیو نجونو له پوهنتونونو هم راګرځولې دي.

په دې موده کې په کور دننه او له بهره په وار وار د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانیستل کېدو غوښتنې شوې.