په افغانستان کې د ۴۰ نویو ولسوالیو رامنځته کول
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت وایي، چې په نږدې راتلوونکې کې به د دغه هېواد په ولایتونو کې ۴۰ نوې ولسوالۍ رامنځته کړي.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت وایي، چې په نږدې راتلوونکې کې به د دغه هېواد په ولایتونو کې ۴۰ نوې ولسوالۍ رامنځته کړي.
د افغانستان شفقنا خبري اژانس د را پور له مخې، د طالبانو د کورنیو چارو وزارت چارواکو د ۵ شنبې په ورځ ولس ته د دولت د حساب ورکونې په پروګرام کې د څلوېښت نویو ولسوالیو رامنځته کول اعلان کړل.
تر دا مهاله څرګنده نده چې دغه ولسوالۍ به د افغانستان په کومو ولایتونو کې رامنځته شي.
مخکې له دې چې طالبان د افغانستان واک تر لاسه کړي، د دغه هېواد په ۳۴ ولایتونو کې ۳۶۴ ولسوالیو شتون درلود چې د طالبانو په وینا دا شمېر ۴۳۱ ولسوالیو ته رسېدلی دی.