دغه میرمنه د کروکوډایل په خوله کښې ژوندې پاتې شوه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i136724-دغه_میرمنه_د_کروکوډایل_په_خوله_کښې_ژوندې_پاتې_شوه
زمونږ خبریال راپور راکړی په انډونیزیا هیواد کښې یوه میرمن تر یونیم ساعت د یوه مګرمچ یعني کروکوډایل په خوله کښې وه خو بیا هم ژوندۍ پاتې شوي ده.
(last modified 2023-08-06T05:48:08+00:00 )
Aug 06, 2023 09:25 Asia/Kabul
  • دغه میرمنه د کروکوډایل په خوله کښې ژوندې پاتې شوه

زمونږ خبریال راپور راکړی په انډونیزیا هیواد کښې یوه میرمن تر یونیم ساعت د یوه مګرمچ یعني کروکوډایل په خوله کښې وه خو بیا هم ژوندۍ پاتې شوي ده.

ویل کیږي چې په انډونیزیا کښې په کلیمانټان ولایت کښې د زیتونونو د  نیالګیو د لګولو په کمپاین کښې اته دیرش  کلنې میرمنې فلمیرا ډي جیسز» برخه اخیستي وه او  چې کله په کیټاپانګ ریجنسي کښې له یوې ویالۍ څخه چې هلته ډیر بوټي او واښه وو اوبه راوړلې چې هلته په شنو واښو کښې پټ شوي کروکوډایل ورباندې حمله وکړه او هغه یې له پښې راونیوله او اوبو ته یې د هغې د وړلو هڅه وکړه.

د انډونیزیا میرمنې فلمیرا ډیره هڅه وکړه چې کروکوډایل دې اوبو ته یو نه سي بلکې په لوړ غږ کښې یې له خپلو ملګرو څخه د مرستې غوښتنه وکړه.

په دې وخت کښې د میرمن فلمیرا ملګرو په سوټیو سره د کروکوډایل د تښتیدا هڅه وکړه او مګر مچ یعني د اوبو سمساری وتښتید.