روح الله نیکپا د نیوزیلینډ د تکواندو ملي لوبډلې روزونکی شو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i136790-روح_الله_نیکپا_د_نیوزیلینډ_د_تکواندو_ملي_لوبډلې_روزونکی_شو
روح الله نیکپا چې د افغانستان د المپیک لومړنی مډال ګټونکی او له دغو سیالیو څخه یې دوه مډالونه ګټلي، د نیوزیلینډ د تکواندو د ملي لوبډلې د روزونکي په توګه وټاکل شو.
(last modified 2023-08-07T04:14:15+00:00 )
Aug 07, 2023 08:42 Asia/Kabul
  • روح الله نیکپا د نیوزیلینډ د تکواندو ملي لوبډلې روزونکی شو

روح الله نیکپا چې د افغانستان د المپیک لومړنی مډال ګټونکی او له دغو سیالیو څخه یې دوه مډالونه ګټلي، د نیوزیلینډ د تکواندو د ملي لوبډلې د روزونکي په توګه وټاکل شو.

دافغان غږ خبري آژانس د خبر له مخې، روح الله نیکپا ویلي چې د دې لوبډلې د روزونکي په توګه یې د ټاکلو هدف د ۲۰۲۴ کال د پاریس د المپیک لوبو او د ۲۰۲۵ کال د تکواندو نړیوالو سیالیو لپاره د نیوزیلنډ د لوبډلي ګټل دي.

 د نیوزیلینډ تکواندو فدراسیون هم د روزونکي په توګه د هغه انتخاب تایید کړي او ویلي چې دا د نیوزیلینډ تکواندو لپاره یو په زړه پوری فرصت دی.

نیکپا په داسې حال کې د دې لوبډلې د روزونکي په توګه ټاکل شوی، چې ټاکل شوې دا لوبډله په څو میاشتو کې د ۲۰۲۴ کال د پاریس په المپیک سیالیو کې ګډون وکړي.

 په ٢٠٠٨ کال کې يې د بېجينګ په اولمپيک لوبو کې د برونزو مډال افغانستان ته راوړ او په ۲۰۱۲ کال کې نیکپا د لندن په المپیک کې ګډون وکړ او یوځل بیا د برونزو مډال یې وګاټه.