امریکې د افغانستان په مرکزي بانک بندیزونه ولګول
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i136812-امریکې_د_افغانستان_په_مرکزي_بانک_بندیزونه_ولګول
امریکې د افغانستان په مرکزي بانک بندیزونه ولګول
(last modified 2023-08-07T21:39:07+00:00 )
Aug 08, 2023 01:56 Asia/Kabul
  • امریکې د افغانستان په مرکزي بانک بندیزونه ولګول

امریکې د افغانستان په مرکزي بانک بندیزونه ولګول

د یو امریکايي چارواکي په وینا، د افغانستان مرکزي بانک پس له دې چې ونه توانیده د خپلې کنګل شوې شتمنۍ د یوې برخې په ستنولو کښې د واشنګټن شرطونه یې پوره نه کړې شول، د امریکې له بندیزونو سره مخامخ شوی دی.

د فارس خبري آژانس د خبر له مخې، رپورټونه وايي چې د افغانستان مرکزي بانک «د افغانستان بانک» په هغه حساب کتاب کښې چې د USAID  له خوا د دې ټاکنې لپاره چې آیا د خپلو کنګل شویو شتمنیو د یوې برخې د ستنولو لپاره د امریکې شرطونه پوره کوي او که نه، ماتې خوړلې ده.

د دغه رپورټ له مخې، د امریکې د خزانې وزارت یو چارواکي ویلي دي چې د افغانستان بانک باید د کنګل شوې شتمنۍ له ستنیدو مخکښې وښايي چې له سیاسي نفوذ او مداخلې پاک دی.

د امریکې پارلیمان د ملي دفاع د مجوز په قانون کښې یوه اصلاحیه تصویب کړه چې له مخې یې د کانګرس له مصوبې پرته په طالبانو پورې د اړونده ارګانونو خلاف د بندیزونو هر ډول کمول،منع شوي دي. دغه لایحه یا بل اوس په سینیټ کښې بحث ته پروت دی.