ترافیکي پېښو له امله نږدې ۳ زره تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i136974-ترافیکي_پېښو_له_امله_نږدې_۳_زره_تنو_ته_مرګ_ژوبله_اوښتې
د افغانستان سرپرست حکومت چارواکي وايي، په تېرو ۹ میاشتو کې د هېواد په کچه د ترافیکي پېښو له امله ۹۲۳ تنه وژل شوي او ۲۰۱۹ تنه ټپيان شوي دي.
(last modified 2023-08-11T04:19:06+00:00 )
Aug 11, 2023 08:45 Asia/Kabul
  • ترافیکي پېښو له امله نږدې ۳ زره تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د افغانستان سرپرست حکومت چارواکي وايي، په تېرو ۹ میاشتو کې د هېواد په کچه د ترافیکي پېښو له امله ۹۲۳ تنه وژل شوي او ۲۰۱۹ تنه ټپيان شوي دي.

د افغانستان سرپرست حکومت چارواکي وايي، په تېرو ۹ میاشتو کې د هېواد په کچه د ترافیکي پېښو له امله ۹۲۳ تنه وژل شوي او ۲۰۱۹ تنه ټپيان شوي دي.

د دغه حکومت د ترافیکو عمومي ریاست وایي، په یاده موده کې د ټول افغانستان په کچه ۱۸۵۸ ترافیکي پېښې رامنخته شوي چې تر ټولو زیاتې یې په کندوز ولایت کې ثبت شوي دي.

د ترافیکو عمومي ریاست وایي، د ترافیکي پېښو د مخنیوي په موخه د قانون پر پلي کېدو، ترافیکو پر کنټرول او  د معیاري سړکونو پر جوړیدو ټینګار کوي.

په ورته وخت کې مسافرین د ترافیکي پېښو د رامنځته کېدو لامل د سړکونو خرابوالی، د ترافیکي قوانینو نه مراعت، د پاکستان لاس موټرو تګ راتګ او ګڼ نور هغه لاملونه یادوي چې له امله یې ترافیکي پېښې رامنځته کیږي.