طالبانو ننګرهار کې دوه خبریالان زنداني کړي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i136976-طالبانو_ننګرهار_کې_دوه_خبریالان_زنداني_کړي
په افغانستان کې د خبریالانو څخه د ملاتړ ټولنه وایي، چې طالبانو تېره ورځ په ننګرهار ولایت کې د کلید په نوم د سیمه ییزې راډیو مدیر او یو تن خبریال بندیان کړي دي.
(last modified 2023-08-11T04:27:29+00:00 )
Aug 11, 2023 08:56 Asia/Kabul
  • طالبانو ننګرهار کې دوه خبریالان زنداني کړي

په افغانستان کې د خبریالانو څخه د ملاتړ ټولنه وایي، چې طالبانو تېره ورځ په ننګرهار ولایت کې د کلید په نوم د سیمه ییزې راډیو مدیر او یو تن خبریال بندیان کړي دي.

په افغانستان کې د خبریالانو څخه د ملاتړ ټولنه وایي، چې طالبانو تېره ورځ په ننګرهار ولایت کې د کلید په نوم د سیمه ییزې راډیو مدیر او یو تن خبریال بندیان کړي دي.

د دغه ټولنې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، فقیر محمد فقیرزی او جان اغا صالح تېره ورځ په یاده ولایت کې د طالبانو د استخباراتو ریاست له لورې نیول شوي دي او تر اوسه د دوی په بند کې دي.

په ورته وخت کې په افغانستان کې د ژورنالیستانو څخه د ملاتړ ټولنې له طالبانو څخه غوښتي چې یاد خبریالان ژر تر ژره خوشي کړي.

طالبانو په روانه کې په خوست ولایت کې د اریانا نیوز خبریال حبیب سراب او په غزني ولایت کې یو سیمه ییز خبریال وحدت الله ابدالي هم نیولي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په تېره اونۍ کې طالبانو په ننګرهار کې د درې رسنیو خپرونې هم تړلي دي.