ملا عبدالغني برادر د ترکیې د بهرنۍ سوداګرۍ بورډ له مشر او یو شمېر لویو ترکي سوداګرو سره وکتل
Aug 12, 2023 04:52 Asia/Kabul
د طالبانو د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند ترکيې ته د خپل سفر په ترڅ کې پرون د دغه هېواد د بهرنۍ سوداګرۍ بورډ له مشر نایل اولپک او یو شمېر لویو ترکي سوداګرو سره وکتل.
د باختر خبري آژانس د خبر له مخې، په دې کتنه کې پر اقتصادي او سوداګریزو موضوعاتو سربېره، په افغانستان کې د پانګونې په برخه کې د شته فرصتونو په اړه هر اړخیزې خبرې وشوې.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په دغه کتنه کې افغان او ترکي پانګوالو ته ډاډ ورکړی، چې په افغانستان کې د سرتاسري امنیت په ټینګېدو سره، د پانګونې لپاره ښه زمینه برابره شوې ده.
نوموړي زیاته کړې، چې طالبانو د کانونو، کرنې، برېښنا تولید، زېربناوو، صنعت، مخابراتو، سوداګرۍ او نورو بېلا بېلو برخو کې پانګونې ته آسانتیاوې برابرې کړي او د پانګوالو بشپړ ملاتړ کوي.