د افغانستان او پاکستان ترمینځ د شخړې دوام
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i137208-د_افغانستان_او_پاکستان_ترمینځ_د_شخړې_دوام
د افغانستان او پاکستان د چارواکو ترمینځ لفظي شخړه تراوسه دوام لري.
(last modified 2023-08-16T07:06:31+00:00 )
Aug 16, 2023 11:34 Asia/Kabul
  • د افغانستان او پاکستان ترمینځ د شخړې دوام

د افغانستان او پاکستان د چارواکو ترمینځ لفظي شخړه تراوسه دوام لري.

د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان او د پاکستان اړیکې همدااوس د پاکستان تحریکِ طالبان ډلې د فعالیتونو په شمول د مختلفو مسائلو په سر خرابې دي.

پاکستانیان وايي چې تحریکِ طالبان د افغانستان په خاوره کښې دیره دی او خپل پلانونه له هلته نه اجرا کوي خو د افغانستان طالبان دا خبره نه مني.

په دې لړ کښې د افغانستان د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد د اسلام آباد د دې ادعاؤ په غبرګون کښې وویل: اسلام آباد دې د خپلو ماتو د پټولو لپاره بې ځایه ادعاوې نه کوي.