د کابل پولیسو د ځوانې افغان یوټیوبرې حورا سادات وژل کېدل تایید کړل
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i137560-د_کابل_پولیسو_د_ځوانې_افغان_یوټیوبرې_حورا_سادات_وژل_کېدل_تایید_کړل
د کندز ولایت اوسېدونکې او ځوانه یوټیوبره حورا سادات، چې په بېلابېلو یوټیوب چینلونو کې یې کار کولو په مرموز ډول په کابل کې وژل شوې ده.
(last modified 2023-10-10T13:25:45+00:00 )
Aug 24, 2023 17:12 Asia/Kabul
  • د کابل پولیسو د ځوانې افغان یوټیوبرې حورا سادات وژل کېدل تایید کړل

د کندز ولایت اوسېدونکې او ځوانه یوټیوبره حورا سادات، چې په بېلابېلو یوټیوب چینلونو کې یې کار کولو په مرموز ډول په کابل کې وژل شوې ده.

د آزادۍ راډیو د خبر له مخې، د حورا سادات کورنۍ، همکاران او د طالبانو د حکومت امنیې قومندانۍ په کابل کې د حورا سادات وژنه تاییدوي.

د حورا سادات ورور ویلي چې خور یې د دوشنبې په ورځ وژل شوې ده.

د حورا سادات همکار ارشاد فرهمند ویلي: "تېره ورځ د ډېرو هڅو سره چې مو درلودې، کورنۍ مو یې له نږدې ولیده، د کورنۍ وضعیت یې ډېر خراب او ناراحت کوونکی وه. که څه هم موږ نږدې ۴۰ دقیقې د دوی په کور کې وو، په دې ۴۰ دقیقو کې یې موږ ته هېڅ جزئیات رانه کړل، یوازې دومره یې وویل چې غوښتل یې د حورا سادات جسد کندز ته انتقال او هلته خاورو ته وسپاري، خو د ځینو دلایلو له امله ونه توانېدل او په کابل کې یې د ماشومانو د یو ساده پارک مخې ته خاورو ته وسپارله ځکه هغه د ماشومانو ډېره لېواله وه."

په ورته وخت کې د طالبانو د حکومت د کابل امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ په خپله ایکس پاڼه یا پخواني ټویټر لیکلي چې حورا سادات درې ورځې مخکې د کابل ښار اتلسمې حوزې اړوند سیمه کې په قتل رسېدلې.

ځدراڼ ویلي چې د امنیتي ځواکونو د څېړنو پر مهال، د دې قتل په تور د یوې مېرمنې په ګډون، دوه تنه نیول شوي او څېړنې ترې روانې دي.

خالد ځدراڼ د نیول شویو کسانو په اړه ډېر جزییات ورنه کړل.

د حورا سادات وژنې د ښځو او بشري حقونو د یو شمېر فعالانو غبرګونونه پارولي دي.

حورا سادات شاوخوا ۲۵ کاله عمر درلوده، او په بېلابېلو یوټیوب چینلونو په ځانګړي ډول 'کابل فنس' او 'سټار فنس' کې کار کولو.

Image Caption

په افغانستان کې د وروستیو سیاسي بدلونونو او واک ته د طالبانو د بیاځلې رسېدو وروسته په رسنیو کې په ټولنیزو او تفریحي خپرونو محدودیتونه ولګېدل او له هغې وروسته د یوټیوب چینلونو بازار ګرم شو او ظاهراً د افغانستان د ننه او بهر د دوی پروګرامونو د خلکو په منځ کې ځانګړی ځای خپل کړ.

خو په دې وروستیو کې یو شمېر یوټیوبران په افغانستان کې د خپلو پروګرامونو له جوړولو وروسته د ستونزو او ننګونو له امله له هېواده وتلو ته اړ شول او د طالبانو حکومت یې د دوی په سانسورولو تورن کړی.

خو د طالبانو حکومت دا موضوع بار بار ر کړې ده.