د افغانستان طالبانو په ښځو بل محدودیت هم ولګاوه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i137658-د_افغانستان_طالبانو_په_ښځو_بل_محدودیت_هم_ولګاوه
شفقنا خبري اژانس راپور راکړی د افغانستان د طالبانو د امر به معروف او نهي ازمنکر وزارت سرپرست د هیواد «بند امیر ملي پارک» ته د ښځو په ورتلو بندیز ولګاوه.
(last modified 2023-08-26T20:42:12+00:00 )
Aug 27, 2023 01:08 Asia/Kabul
  • د افغانستان طالبانو په ښځو بل محدودیت هم ولګاوه

شفقنا خبري اژانس راپور راکړی د افغانستان د طالبانو د امر به معروف او نهي ازمنکر وزارت سرپرست د هیواد «بند امیر ملي پارک» ته د ښځو په ورتلو بندیز ولګاوه.

طالبانو ډلې په افغانستان باندې له بیا واکمنیدا وروسته په پارکونو او د تفریح په ځایونو کښې د ښځو د شتون لپاره د محدودیت د لګولو لپاره زیات قوانین غوره کړي دي.

د طالبانو د امر به معروف و نهي از منکر وزارت سرپرست محمد خالد حنفي د بې حجابۍ په مخنیوي باندې ټینګار سره وویل تر هغه وخته چې په پارکونو کښې د ښځو د شتون لپاره کوم پروګرام برابر نشي میرمنې د بند امیر ملي پارک ته د ورتلو اجازه نلري.

هغه ټینګار وکړ سیاحت کول نه کوم فرض دی او نه کوم واجب کار دی.

د بشري حقوقو څارونې موسسې هیومڼ رایټس واچ د اګست په پینځویشتمه نیټه په ټویټر سایټ کښې ولیکل نړیواله ټولنه باید د طالبانو ډلې لخوا د ښځو د حقوقو د خلاف ورزۍ د بندولو لپاره دغه ډله تر دباو باندې راولي.

طالبانو واک ته له بیا رسیدا وروسته د انجلیو او د ښځو په زده کړو او کار کسب کولو بندیز لګولی دی او له شپږم ټولګې څخه د بره کلاسونو انجلیو او د پوهنتون محصیلینو ته د زده کړې اجازه نه ورکوي.