ننګرهار کې سلګونه سوالګرو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i137678-ننګرهار_کې_سلګونه_سوالګرو_کورنیو_سره_نغدي_مرسته_وشوه
چارواکي وایي دا هغه سوالګرې کورنۍ دي چې څه وخت وړاندې له لارو کوڅو راټولې شوې وې.
(last modified 2023-10-10T09:55:45+00:00 )
Aug 27, 2023 11:14 Asia/Kabul

چارواکي وایي دا هغه سوالګرې کورنۍ دي چې څه وخت وړاندې له لارو کوڅو راټولې شوې وې.

زموږ د همکار محمد آصف شینواري د خبر له مخې، په ختیځ زون کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې مشر مولوي حیات الله ساپی وایي چې څه موده وړاندې په یو کمپاین کې په ختیځو څلورو ولایتونو ننګرهار، کونړ، نورستان او لغمان کې له واټونو څخه سلګونه تنه سوالګر چې پر نارینه وو سربېره مېرمنې او کوچني ماشومان هم پکې وو،  راټول شول چې وروسته د یو ځانګړي کمیسون له لورې د هغوی تر منځ  پنځه سوه بېوزله  کورنۍ له حرفوي او  نامستحق سوالګرو کورنیو څخه رابیلې کړاې شوې .

مولوی حیات الله ساپی وایي له مستحقو سوالګرو کورنیو سره د نغدي مرستو د پروسې د پېل پر لومړۍ ورځ یې د ننګرهار ولایت له مرکز او ولسوالیو څخه راټولو شویو ۲۱۹ کورنیو سره نغدي مرسته وکړه چې هرې کورنۍ ته پنځه زره افغانۍ ورکول شوې.

مرسته اخیستونکي کورنۍ په داسې حال کې چې د دې مرستو په ترلاسه کولو خوشحاله دي، خو وایي دا مرستې ددوې ستونزې نه شي حلولای او باید په دوامداره توګه له دوې سره مرستې وشی.

په پام کې ده په نږدې راتلونکې کې د سرې میاشتې ټولنه په درې نورو ختیځو ولایتونو کونړ، نورستان او لغمان کې هم ثبت شویو بېوزله سوالګرو کورنیو سره نغدي مرسته ترسره کړي.