پاکستان دې خپل دښمن، په خپله خاوره کښې ولټوي
د افغانستان د طالبانو د حکومت د وسله والو قواؤ قومندان وايي، د پاکستان تحریکِ طالبان د افغانستان په خاوره کښې نشته او اسلام آباد باید خپل دښمن، په خپلې خاورې کښې ولټوي.
د صدای افغان خبري آژانس د خبر له مخې، د طالبانو د حکومت د وسله والو قواؤ قومندان "فصیحالدین فطرت" په یوه مرکه کښې وویل: کوم کسان چې وغواړي د طالبانو په ژمنو نیوکه وکړي او له زوره کار واخلي، د طالبانو حکومت به هم ورته متقابل ځواب ورکړي.
فصیح الدین فطرت د نورو هیوادونو خلاف د افغانستان د خاورې د نه استعمالیدو په هکله د ګاونډیانو په لړ کښې د دغه هیواد د اندیښنو ته په ځواب کښې وویل: دمګړۍ په افغانستان کښې امنیت موجود دی او دا کار طالبانو په تیرو دوو کلونو کښې په عملي توګه ثابت کړی دی.
د طالبانو د حکومت د وسله والو قواؤ قومندان همداشان څرګنده کړه: له بهر څخه ځینې کسان په افغانستان کښې د داعش ترهګرې ډلې شتون ستر ښايي حال دا چې دغه ډله په افغانستان کښې جبهه لرونکی فعالیت نه لري او تل ځپل کیږي.