د کربلا زیارت کوونکو ته په پاسپورټ اخیستو کې لومړیتوب ورکوو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i138014-د_کربلا_زیارت_کوونکو_ته_په_پاسپورټ_اخیستو_کې_لومړیتوب_ورکوو
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د پاسپورت ریاست وايي، د پاسپورت د وېش په بهیر کې د کربلا زیارت کوونکو ته لومړیتوب ورکول کېږي.
(last modified 2023-09-04T06:16:45+00:00 )
Sep 04, 2023 03:59 Asia/Kabul
  • د کربلا زیارت کوونکو ته په پاسپورټ اخیستو کې لومړیتوب ورکوو

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د پاسپورت ریاست وايي، د پاسپورت د وېش په بهیر کې د کربلا زیارت کوونکو ته لومړیتوب ورکول کېږي.

دغې ادارې پر خپلې اېکس شبکې د یوې ویډیو په خپرولو سره، ادعا کړې چې دا بهیر دوام لري او هره ورځ لسګونه زیارت کوونکو ته پاسپورټونه ورکول کیږي.

دا په داسې حال کې ده، چې پر افغانستان د طالبانو د دوه کلنې واکمنۍ پر مهال د پاسپورټونو د وېش بهیر له جدي ستونزو سره مخ شوی.

دا بهیر څو څو ځلې پیل او درول شوی دی.

داسې ادعاوې هم شته، چې د هغو کسانو لپاره چې پاسپورت ته سخته اړتیا لري د پاسپورټ ترلاسه کول ډېر ستونزمن دي، خو ځینې نور بیا د کمېشنکارانو په مټ د زرګونه ډالرو په بدل کې ژر د پاسپورټ څښتن کېږي.