طالبانو له ۷۰ زیاتې چورلکې او الوتکې سمې کړې دي
د طالبانو د دفاع وزارت د هوايي ځواک قومندان وویل چې تراوسه یې څه باندې ۷۰ هغه الوتکې او چورلکې تعمیر کړي او الوت ته یې چمتو کړې دي چې د امریکايي پوځیانو د وتلو په وخت ویجاړې شوې وې.
د فارس خبري آژانس په لیکنه، د طالبانو د هوايي ځواک قومندان په یو رپورټ کښې د امریکايي پوځیانو له خوا د ورانو شویو الوتکو او چورلکو د رغولو خبر ورکړی دی.
د طالبانو د دفاع وزارت د هوايي ځواک قومندا وویل: تراوسه له اویاو زیاتې هغه چورلکې او الوتکې چې د امریکايي پوځیانو د وتلو په وخت خرابې شوې وې، تعمیر کړي او الوت کولو ته یې تیارې کړې دي.
د ویلو ده چې د طالبانو په غوښتنه هغه کابو ۴۰ پایلټان او تخنیکي ټیکنیشنان چې د اشرف غني په حکومت کښې یې په هوايي ځواک کښې کار کوه، کابل ته ستانه شول او د په دغه هیواد کښې یې د خرابو شویو الوتکو او چورلکو د تعمیر بهیر پيل کړ.
په دې وروستیو کښې د الفاروق ۲۰۷قول اردو د پوځي وسایلو د راغونډولو کمیشن په هرات، فراه او بادغیس ولایتونو کښې د پوځي وسایطو د راغونډوول خبر ورکړی و.