افغانستان زر د ایران له چابهار بندر سره نښلول کیږي
زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت وايي، چې افغانستان به په نږدې راتلونکي کې د اوسپنې پټلۍ له لارې د ایران له چابهار بندر سره ونښلول شي.
اقتصادي معاونیت زیاتوي؛ د چابهار- زاهدان- نیمروز /میلک اوسپنې پټلۍ پروژې چارې په چټکۍ روانې دي.
په همدې حال کې د ایران د لارو او ښار جوړونې وزارت ځانګري استازي انجنیر میر شفیع ويلي، دوی ټينګه اراده لري چې د دغې پروژې چارې ژر تر ژره بشپړې کړي او تمه لري چې افغان لوری هم د نیمروز ولایت اړوند میلک بندر کې د سرحدي پټلۍ جوړولو چارې پیل کړي، څو د دواړه هېوادونو ترمنځ یو بل ریلي اتصال هم رامنځ ته شي.
تېره اوونۍ د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې عمومي رئیس ملا بخت الرحمن شرافت د چابهار- زاهدان- نیمروز/میلک اوسپنې پټلۍ پروژې څخه لیدنه هم وکړه.