د افغانستان د انتخاباتو د کمیسیون پخوانی مشر کابل ته ورستون شوی
Sep 06, 2023 10:09 Asia/Kabul
تسنیم خبري اژانس راپور راکړی د افغانستان د انتخاباتو د کمیسیون پخوانی مشر کابل ته ورستون شوی.
افغانستان ته د سیاسي شخصیتونو د ورستنیدا په دوام کښې د انتخاباتو د کمیسیون پخوانی مشر یوسف نورستاني او د پارلمان پخوانۍ استازي مریم کوفي له شخصیتونو سره د تماس د کمیسیون په وسیله کابل ته ورستانه شول.
د تماس کمیسیون چې په سر یې کښې د طالبانو د حکومت د معدنونو وزیر شهاب الدین دلاور دی د دغو دوو کسانو کابل ته د ستنیدا د خبر په اعلانولو سره وویل د دغه کمیسیون له رامینځته کیدا راهسې تراوسه د پخواني حکومت شپږ سوه پینځه پینځوس سیاسي شخصیتونه او چارواکي افغانستان ته ورستانه شوي دي.
په دې زمینه کښې د تماس د کمیسیون وینا احمد الله وثیق هم وویل کابو سلو نورو کسانو افغانستان ته د ستنیدا د ارادې خبر ورکړی دی.
ټیګونه