په افغانستان کې ورزشي تمرینونه پیل شوي نور راپور ته غوږ شئ
زمونږ خبریال راپور راکړی مختلفو څانګو افغان لوبغاړي د افغانستان دننه او بهرپه مختلفو ورزشي سیالیو بوخت ښکاري.
دوه ورځې وړاندې دوه افغان لوبغاړي د وزن پورته کولو په موخه په نړیوالو سیالیو کې د ګډون لپاره سعودي عربستان ته په سفرلاړل.
همداشان د فوټبال اسیا جام ته د لارموندنې په موخه (۲۳) کلنه ملي لوبډله ازبکستان هیواد ته تللې .
تر څنک یې دافغانستان د ننه په غزني ولایت کې د فوټبال والیبال او نورې سيالۍ روانې دي.
د غزني ولایت د المپیک آمریت په همغږي د (قره باغ) ولسوالۍ د مرکز په (طلایي) لوبغالي کې د (۳۲) لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د (۶۰) ورځو لپاره روانې شوې.
داسې لیدل کیږي چې په غزني کې تر پخوا د ورزش ډګر تود دی او ورځ په ورځ مختلفې ورزشي سیالي مخ په ډیریدا دي چې وروسته به هم نړوالو سیالیو ته لار مومي.
دغزني ولایت د المپیک آمر حاجی بلال مجاهد تهران راډیو سره په یوې ځانګرې مرکې وویل چې دغزني په مرکز او یو شمېر ولسواليو کې ورزشي لوبي روانې دي .
دا په داسې حال کې چې تیره شپه افغانستان له سریلانکا سره دکرکټ لوبه ترسره کړه چې سریلانکا هیواد ګټونکی شو او افغانستان بایلونکی چې په دې سره ویل کیږي افغانستان د اسیایي جام له سیالیو څخه ووت.