پاکستان او کاناډا د افغان کډوالو د انتقال په اړه هوکړه وکړه
شاوخوا شپږ زره افغان کډوال چې کاناډا ته د تګ په تمه دي په پاکستان کې ژوند کوي.
پاکستان او کاناډا، کاناډا ته د ۶ زره افغان کډوالو د لېږد پر پلان هوکړه کړې ده.
د آوا خبري آژانس د خبر له مخې د پاکستان او کاناډا د حکومت تر منځ د شوې موافقې له مخې د کاناډا حکومت به د هغو کډوالو د انتقال فیس او جریمه ورکوي چې د ویزې له ختمیدو وروسته په پاکستان کې پاتې کیږي.
د افغان غږ(آوا) آژانس د خبر له مخې، کاناډا تر دې مخکې له متحده عربي اماراتو سره هوکړه کړې وه، چې کاناډا ته د ۱۰۰۰ افغان کډوالو د استولو زمینه برابره کړي.
په همدې حال کې د کاناډا د کډوالو وزیر شان فریزر ژمنه کړې چې د ۲۰۲۳ کال تر پایه به ۴۰ زره افغان کډوال په کاناډا کې میشت کړي.
د ۲۰۲۱ کال د می په میاشت کې د طالبانو د واک تر لاسه کولو وروسته په زرګونو افغان اتباع کاناډا ته د تګ په موخه تاجکستان، پاکستان او متحده عربي اماراتو کې میشت شول.