په افغانستان کې مخ پټو کسانو یو ښونځی وسوځوۀ
د طالبانود مشرانو دفیصلې په اساس انجونې ، له شپږم صنفه پورته د زده کړې حق نه لري . دغه فیصله له ډيرو داخلی او بهرنیو نیوکو او مخالفتونو سره مخامخ شوې ده او په افغانستان کې د ښځو او انجونو دحقوقو پوره کیدا د طالبانو د حکومت د په رسمیّت پيژندنې لپاره دنړیوالې ټولنې یوه اساسی غوښته هم ده .
زمونږخبریال له کابله راپور راکړ، ناپيژاندو کسانو بیګا د افغانستان په شمال کې په تخار ولایت کې په دشت قلا ولسوالۍ کې د حامد ا... شهید ښونځي ودانۍ سوځولې ده .
د تخار ولایت ځاي مسئولانو ددغه ښونځي سوځيدا تائيد کړې ده ،البته ددغه ښونځي دسوځونکو عاملان د هویّت په باب څه نه دي وئيل شوي .
که څ ه هم معلومه نه ده دغه ښونځئ د انجونو دی اوکه د هلکانو ،خو په تیرو دوو کلونو کې چې طالبان بیرته په افغانستان کې واک ته رسیدلي دي ، د هیواد په مختلفو سیمو کې د انجونو څو ښونځي سوځول شوي دي. د طالبانود مشرانو دفیصلې په اساس انجونې ، له شپږم صنفه پورته د زده کړې حق نه لري . دغه فیصله له ډيرو داخلی او بهرنیو نیوکو او مخالفتونو سره مخامخ شوې ده او په افغانستان کې د ښځو او انجونو دحقوقو پوره کیدا د طالبانو د حکومت د په رسمیّت پيژندنې لپاره دنړیوالې ټولنې یوه اساسی غوښته هم ده .