په کابل کې یو شمیر وسلوال برمتګر ووژل شول
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i138444-په_کابل_کې_یو_شمیر_وسلوال_برمتګر_ووژل_شول
په افغانستان کې برمته ګري یو ترټولو ځيږ جنائي جرم دی چې هماغه شان  د طالبانو د حکومت په وړاندې یو جدی چیلنج دی .
(last modified 2023-09-12T21:35:47+00:00 )
Sep 13, 2023 02:03 Asia/Kabul
  • په کابل کې یو شمیر وسلوال برمتګر ووژل شول

په افغانستان کې برمته ګري یو ترټولو ځيږ جنائي جرم دی چې هماغه شان  د طالبانو د حکومت په وړاندې یو جدی چیلنج دی .

صدای افغان خبری آژانس راپور ورکړ،  دافغانستان د طالبانو دکورنیو چارو وزارت  پرون ناوخته په یوې خبرتیا کې  ووئیل، د طالبانو  امنیتي مامورانو د کابل  ښار د  اتمې ا منیتي حوزې  په شاوخوا  په کارته نو سیمې کې  د برمته ګرو   ډلو په ضد  په عملیاتو کې څلور انسان تښتونکي ووژل . په دغو عملیاتو کې یو برمته شوی کس هم د برمته ګرو په لاس وژل شوی دی.

په افغانستان کې برمته ګري یو ترټولو ځيږ جنائي جرم دی چې هماغه شان  د طالبانو د حکومت په وړاندې یو جدی چیلنج دی .

ځیني کسان  بې وځلي او بیروزګاري  په افغانستان کې د برمته ګرۍ ته  د کسانو د ګروهنې  عوامل ګڼي . په وروستیو کلونو کې  په افغانستان کې په لسګونو  تاجران ،پوهنتوني استاذان ډاکټران او شتمن کسان  دخلاف کارو ډلو ټپلو په تیره بیا دبرمته ګرو د اقداماتو قربانیان شوي دي .