په کابل کې یو شمیر وسلوال برمتګر ووژل شول
په افغانستان کې برمته ګري یو ترټولو ځيږ جنائي جرم دی چې هماغه شان د طالبانو د حکومت په وړاندې یو جدی چیلنج دی .
صدای افغان خبری آژانس راپور ورکړ، دافغانستان د طالبانو دکورنیو چارو وزارت پرون ناوخته په یوې خبرتیا کې ووئیل، د طالبانو امنیتي مامورانو د کابل ښار د اتمې ا منیتي حوزې په شاوخوا په کارته نو سیمې کې د برمته ګرو ډلو په ضد په عملیاتو کې څلور انسان تښتونکي ووژل . په دغو عملیاتو کې یو برمته شوی کس هم د برمته ګرو په لاس وژل شوی دی.
په افغانستان کې برمته ګري یو ترټولو ځيږ جنائي جرم دی چې هماغه شان د طالبانو د حکومت په وړاندې یو جدی چیلنج دی .
ځیني کسان بې وځلي او بیروزګاري په افغانستان کې د برمته ګرۍ ته د کسانو د ګروهنې عوامل ګڼي . په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې په لسګونو تاجران ،پوهنتوني استاذان ډاکټران او شتمن کسان دخلاف کارو ډلو ټپلو په تیره بیا دبرمته ګرو د اقداماتو قربانیان شوي دي .